په عام محضر کې ښځو ته د سزا ورکولو، سنګسارولو او د ډیموکراتیکو ارزښتونو د له منځه وړلو په تړاو د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده تازه څرګندونو ته د هېواد ځينو اوسېدونکو او سیاسي او مدني فعالانو غبرګون ښودلی دی. د هغوی په خبره، د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې به په هېواد کې له بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو څخه سرغړاوی پراخ کړي. دغه راز ځينې ښځينه فعالانې وايي چې د طالبانو د مشر تازه څرګندونې په افغانستان کې پر جنسیتي اپارتاید د تایید ټاپه لګولې ده. د طالبانو د غایب مشر نیوکګر بیا ټینګار کوي چې د ښځو او د هېواد د اوسېدونکو حقونو په اړه د دغې ډلې د لید څرنګوالی اندېښمنوونکی دی. د هغوی په باور، د طالبانو په رژیم کې د اوسېدونکو له حقونو او حکومتولۍ په اړه لومړنی او ساده پوهاوی نه تر سترګو کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ملا هبتالله اخوندزاده ته منسوب غږیز پیغام خپور کړی چې نوموړي په عام محضر کې ښځو د سزا ورکولو او د هغوی پر سنګسارولو ټينګار کړی دی. نوموړي ډيموکراسۍ غوښتونکو ته په اشارې ویلي: «سبا به موږ په عام محضر کې ښځې په ډبرو ولو او په دُرو به یې ووهو. دا ټول ستاسې د ډیموکراسۍ خلاف دي.»
د طالبانو مشر په دغه غږیز پیغام کې «لویدیځوالو»ته په خطاب کې وايي: «ته هم د انسانیت د نجات دعوا لرې، زه هم دا دعوا لرم.» نوموړي لویدیځوال له شیطان سره تشبیه کړي او زیاته یې کړه: «زه د الله په نمایندګۍ دا دعوا لرم او ته د شیطان په نمایندګۍ.»
ملا هبتالله په دې وینا کې ادعا کړې چې لویدیځوال د «حیواناتو» او «ښځو» ترمنځ توپیر نه کوي. د هغه په خبره، «علما» د ډیموکراسۍ پر وړاندې مقابله کوي. د طالبانو د مشر د ادعا په حواله، په افغانستان کې د «علماوو» د حضور له کبله ډیموکراسۍ بنسټيزه نه شوه. نوموړي ټينګار کړی چې طالبان به «په افغانستان کې شرعي حدود» پلي کړي او د هېڅ چا پروا به ونه کړي.
هغه په دغه غږیز پیغام کې یو ځل بیا غربیان مخاطب کړي او ویلي دي: «۲۰ کاله له تاسې سره وجنګېدو، ۲۰ کاله نور به هم درسره وجنګېږو» څو «پر ځمکه شریعت تطبیق کړو». نوموړي په دې وینا کې ټينګار کړی چې کابل ته په ننوتو او څوکیو په نیولو جګړه ختمه شوې نه ده؛ بلکې په خبره یې، دا ډله به په افغانستان کې «عملاً شریعت» پلی کړي.
د ملا هبتالله دغو څرګندونو د معترضو ښځو، د ښځو حقونو فعالانو او طالب مخالفو سیاسي څېرو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو مشر پر څرګندونو نیوکګر ټينګار کوي چې د خلکو په ځانګړې ډول د ښځو حقونو په تړاو د دې ډلې د لید څرنګوالی اندېښمنونکی دی او په خبره یې، دا د جنسیتي اپارتاید ښکاره بېلګه ده. د هغوی په باور، د طالبانو په رژیم کې د اوسېدونکو له حقونو او حکومتولۍ په اړه لومړنی او ساده پوهاوی هم نه تر سترګو کېږي.
یو شمېر معترضو ښځو د ویناپاڼو او ویډیويي پیغامونو په خپرولو د طالبانو د مشر څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. دوی ویلي چې د ښځو په اړه د طالبانو لیدلوری سپکوونکی او ویجاړونکی دی.
د ښځو د ازادۍ غورځنګ په نوم یوې ټولنې د هبتالله اخوندزاده څرګندونو ته په یوې اعتراضي غونډه کې ټینګار کړی چې دا خبرې د بشري ټولنې پر وړاندې د طالبانو اصلي مخ او «جاهلانه» فکر څرګندوي. د دغه غورځنګ غړو يادونه کړې چې هېڅ ډله نه شي کولاى په زور او جبر د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي. دوی د بشري حقونو له سازمانونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغان مېرمنې یوازې پرېنږدي.
بلخوا، د بشري حقونو ټولنې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا څرګندونې بابېزه ونه ګڼي. دغې ټولنې په اېکسپاڼه کې لیکلي چې طالبان پخوا هم له قضايي حکم پرته دا ډول «جنایات» کړي دي. یادې ټولنې زیاته کړې: «د طالبانو ترهګره ډله په ورکېدو محکومه» ده.
معترضه مېرمن تمنا زریاب پریاني چې له طالبانو سره د زنداني کېدو تجربه هم لري، د طالبانو د مشر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «باید اجازه ورنه کړو، څو په افغانستان کې د طالبانو ترهګریز فکر بنسټيز شي.» نوموړې په یوه خپاره شوي پیغام کې زیاته کړې چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید پلی کړی او له هېوادونو یې غوښتي چې له دې ډلې سره مرسته ونه کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر بیا د هبتالله اخوندزاده څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «له لویدیځ سره دوښمني یو روایت دی؛ داسې روایت چې مخاطبان یې سیمهییز هېوادونه او د القاعده او داعش په څېر ډلې دي. د طالبانو اصلي دوښمني له افغانانو سره ده؛ ځکه د طالبانو موخه دا ده چې په ټولنه کې د جهالت، بې سوادۍ او سپکاوي په خپرولو، په سیمهییزو کلتورونو برید او د تاریخ په تحریفولو او زغم د رېښو له مینځه وړلو سره بنسټیز بدلون راولي.»
د ښځو حقونو فعالې میترا امان بیا د طالبانو د مشر څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي: «د طالبانو امیر د نوي کال په مناسبت په خپل پیغام کې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه چې په عام محضر کې د سنګسارولو په ګډون به پر ښځو ظلم او ستم ته دوام ورکوي.»
ورته مهال، یو شمېر سیاسي څېرې او د تېر حکومت لوړ پوړي چارواکي د طالبانو غایب مشر تازه څرګندونې له بنسټیزو انساني حقونو سره د دې ډلې د ضدیت پاېله ګڼلې ده.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا ملا هبتالله اخوندزاده پورې منسوبې وینا ته په غبرګون کې ویلي: «طالبان هغه څوک دي چې هبتالله اخوندزاده یې وايي، نه هغه څه چې د دې ډلې لابيګران یې وايي.» د نوموړي په خبره، افغان لابيګر او ځيني بهرني ډيپلوماتان رښتیا نه وايي. ښاغلي سپنتا په اېکسپاڼه کې لیکلي: «د طالبانو مشر زموږ د نورو سیاسیونو پرتله یوه ښېګڼه لري او هغه په ښکاره او څرګند ډول د خپلو باورنو بیانول دي. طالبانیزم ته که څومره سینګار او ډول ورکړې، تومنه یې هماغه څه دي چې ښاغلی ملا هبتالله یې وايي.»
د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس رحمتالله نبیل هم په خپله اېکسپاڼه کې د هبتالله اخوندزاده څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. نوموړي زیاته کړې: «افغانان په ځمکه کې د طالبانو د الهي نمایندهګۍ او د هغوی د استبدادي رهبرۍ له ادعاوو څخه ښه خبر دي او افغان ولس د دغې ډلې د افراطي ایډیالوژۍ د بدلون د امکان په اړه هېڅ هیله نه لري.» د هغه په خبره، د ملا هبتالله وروستۍ وینا د طالبانو کورنیو او بهرنیو ملاتړو او لابیګرانو ته یو څرګند پيغام ورکوي چې د ده په ټکو، د بشري حقونو په وړاندې به د دې ډلې بنسټيز دریځونه بدل نه شي.
د پخواني حکومت د عدلیې وزیر فضلاحمد معنوي بیا لیکلي: «د ملا هبتالله څرګندونې حیرانونکې نه دي، د هغو کسانو څرګندونې چې د بل څه تمه لري، د حیرانۍ وړ دي.» نوموړي زیاته کړې: «د طالبانو ډله بل تعریف نه لري او دا تمه چې ګوندې دا ډله به په نصیحت یا اعتراضي حرکتونو اصلاح شي، بېځایه ده. مقاومت یوازینۍ حل لار ده.»
په پخواني حکومت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالله خنجاني بیا طالبان په دوو ډلو وېشلي دي. نوموړي لیکلي: «طالب په دوه ډوله دی؛ یو شمېر یې د دغو کسانو په څېر چې ښکاره خپل فکر بیانوي او هغه په عمل کې وړاندې کوي.» د هغه په خبره، دویمه ډله طالبان، د ډيپلوماتانو او فکري خونو په ذهن کې جوړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کالو کې ښځې، نجونې او نور وګړي په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو په حواله، طالبانو لږ تر لږه د ښځو پر وړاندې ۵۰ محدودونکي فرمانونه صادر کړي چې له کبله یې ښځې او نجونې له ټولو برخو ګوښې کړې شوې دي.
تر اوسه طالبانو د ښځو په ګډون سلګونه کسانو ته د زنا او نورو تورونو په تور په عام محضر کې د زرګونه کسانو په شتون کې سزا ورکړې ده. دغه راز د طالب چارواکو په حضور کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام شوي دي.
له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو، پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو، د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار کولو او د ښځو پرمخ پارکونو او لوبغالو ته پر تګ بندیز او دغه راز د ښځينه سینگارتونونو تړل بیا هغه بندیزونه دي چې تر دا مهاله په ښځو لګول شوي دي.