د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د القاعدې حضور د امریکا په متحده ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو پر یوې بحث پاروونکېمسألې بدل شوی دی. په وروستي مورد کې CNN په یوه رپوټ کې د دوو امریکايي چارواکو له خولې لیکلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې دالقاعدې بیا سر راپوته کول له احتماله لېرې ښکاري. د رپوټ له مخې، دغو دوو امریکایی چارواکو له خبریالانو سره په غونډه کې د ترهګرو ډلو د کمزورتیا پهاړه یو خوشبینانه تصویر وړاندې کړی څو وښيي، چې له افغانستانه د دغه هېواد له وتلو سره سره، د اورپکو ډلو حضور د کمېدو په حال کې دی. په رپوټکې د امریکايي چارواکو له خولې ویل شوي چې په وروستیو لسیزو کې د القاعدې ګواښ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی، خو واشنګټن په افغانستان کې دترهګریزو ګواښونو د تعقیب وړتیا ساتي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو د طالبانو په جوړښت کې د القاعدې د غړو پراخ نفوذ ته په نغوتې سره ټینګار کړیچې دغه شبکه له افغانستانه د یوه «ایډیالوژیکي او لوژیستیکي مرکز» په توګه کار اخلي. بل پلو، امنیتي شنونکي په افغانستان کې د القاعدې کمزورتیا« د امریکا د تګلارو د توجیې لپاره د ترهګرۍ په تړاو یوه جعلي ارزونه» ښيي.
(CNN) په یوه رپوټ کې د دوو امریکايي چارواکو له خولې لیکلي، چې دا له امکانه لېرې ښکاري، چې په افغانستان او پاکستان کې دې القاعده بیا سرراپوته کړي. په رپوټ کې ټینګار شوی چې امریکایی چارواکو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د کمزوری کېدو په اړه خوشبینانه تصویر وړاندې کړی څووښیي، چې د امریکا له وتلو سره سره، په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو حضور کم شوی دی. په رپوټ کې ویل شوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دالقاعدې ګواښ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
امریکايي چارواکو زیاته کړې چې د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهريد وژل کېدو لامل شو، دغه ډله د « د رهبرۍ له وړتیا او ستراتیژیکو لارښوونو پرته» پاتې شوه. په رپوټ کې راغلي، چې له افغانستانه د امریکا له « نامنظمو» وتلو راهیسې، متحده ایالتونود خپلو استخباراتي فعالیتونو تمرکز د تروریزم پر ضد له لومړیتوبونو چین او روسیې ته اړولي دي. د رپوټ له مخې،د بایډن ادارې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښونو د تعقیب لپاره یې خپلې وړتیاوې ساتلې دي.
بلخوا، یو شمیر امریکایي چارواکو په خصوصي توګه اندیښنه ښودلې چې له منځني ختیځ او سویلي آسیا د متحده ایالتونو د استخباراتي شتمنیو پهلیږدولو سره، ښایي د بایډن اداره په سوریې او نورو نه کنټرولېدونکو سیمو کې د داعش د ګواښونو په تعقیبولو کې له ستونزې سره مخ شي. په رپوټ کېویل شوي، چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې ګواښ لا هم شته او دغې ډلې په دغه هېواد کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو لهواکمنېدو وروسته، د داعش خراسان څانګې خپل لومړی برید د کابل پر هوايي ډګر ترسره کړ، چې په پایله کې یې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون لسګونهکسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
CNN لیکلي چې داعش د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې په خپل بمي برید کې ۱۳ امریکايي سترتېري وژلي دي. په راپور کې د روسیې او پاکستان پرسفارتونو، د چین پر سوداګریزو استازو او د کابل د هوایي ډګر پر انګر د داعش بریدونو ته هم اشاره شوې، چې طالبان پکې په نښه شوي دي
د رپوټ له مخې، یوه امریکایی چارواکی د داعش پر ګواښ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلی، چې دا ګواښ له هغه څه سره توپیر لری چې د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر په ۱۱ مه القاعدې رامنځته کړي وو. دغو امریکايي چارواکو ویلي، چې د دوی معلومات ښيي، چې داعش د طالبانو تر زیات فشار لاندې دی او پهوروستیو میاشتو کې یې ډېر مهم مشران له افغانستانه وتلي دي. خو په رپوټ کې ویل شوي، چې داعش لا هم په کور دننه یو مهم ګواښ دی او د سیمېهېوادونه د دې ډلې له پولې د اخوا عملیاتو د ظرفیت په اړه اندېښمن دي.
د CNN په رپوټ کې ویل شوي چې د ترهګرۍ د بیا احیا کېدو په اړه د امریکا ارزونې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارونکې ډلې له خوا د روان کال د جونپه میاشت کې له خپاره شوي راپور سره په ټکر کې دي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: «القاعده د بیا تنظیمیدو په پړاو کې ده او د افغانستان په کونړاو نورستان کې د نویو روزنیزو امکاناتو د برابرولو په حال کې ده.»
د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د القاعده شبکې فعالیتونه په پټه توګه روان دي او د دې شبکې غړي د طالبانو تر مدیریت لاندې په قضايي، امنیتي اونورو دولتي ادارو کې حضور لري. په دغه رپوټ کې ټینګار شوی چې القاعده له افغانستانه د یوه «ایډیالوژیکي او لوژستیکي مرکز» په توګه کار اخلي څونوي جنګیالي جذب او د خپلو افراطي تګلارو د مخته بیولو لپاره یې وګوماري.
په وروستي مورد کې د قزاقستان د ملي امنیت د کمېټې مرستیال روسلان سیسمبایف د شانګهای د همکاریو سازمان د شورا په ۴۰مه غونډه کې پهافغانستان کې د القاعدې حضور د سیمې لپاره یو بلقوه ګواښ بللی دی. هغه ویلي، چې په افغانستان کې د دغې شبکې د جنګیالیو شمېر ۵۰۰ ته رسېږي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې کمیټې اعلان کړی چې په افغانستان کې د القاعدې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې جنګیالي حضور لري.
په همدې حال کې بن لادن ته د ایمن الظواهري لیک چې ۸صبح ورځپاڼې د ایبټ اباد دوسیې تر سرلیک لاندې څېړلی، ښيي چې القاعده به په هېڅ صورتافغانستان پرېنږدي. په دغه لیک کې ویل شوي چې دغه ډله باید له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي. دغه راز څه موده وړاندې د طالبانو د رییس الوزراسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي وو، چې د طالبانو د ډلې بنسټګر ملا عمر ونه غوښتل چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن امریکا تهوسپاري، د ده په وینا، « هغه دا شرم پرېنښود چې یو مسلمان کافران ته وسپاري.»
په افغانستان کې د القاعدې د کمزوري کېدو په اړه د امریکايي چارواکو له څرګندونو وروسته د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان پر دې باور دي چېامریکايي چارواکو دغه څرګندونې له دغه هېواده د خپلو نامنظمو وتلو د توجیې لپاره کړې دي. د دوی په وینا، د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې، د بایډناداره د القاعدې د فعالیتونو په کم ښودلو سره د فشار د کمېدو او د دغه هېواد د رایې ورکوونکو د ذهنونو د مدیریت په لټه کې ده.
د سیمه ییزو چارو شنونکی او پاکستانی سیاستوال افراسیاب خټک له ۸صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال په افغانستان کې د القاعدې د کمزوری کېدوپه اړه د دوو امریکایی چارواکو ادعاوې «د امریکا د تګلارو د توجیې لپاره د ترهګرۍ په تړاو یوه جعلي ارزونه» ګڼي. هغه وايي: «امريکا طالبانو ته پهاوونۍ کې څلوېښت ميليونه ډالره ورکوي، که د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو په کمزروتیا کې پرمختګ تر سترګو نه شي،کانګرس او رسنۍ د افغانستان په اړه د امريکا د حکومت تګلاره تر پوښتنې لاندې راولي. په افغانستان کې طالبان د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره نه ديرامنځته شوي، بلکې د دې پروژې موخه د ترهګرۍ لا پراخول دي.»
د تېر حکومت د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل هم وايي چې دا سیاسي لوبې دي چې په واشنګټن کې روانې دي. هغه ټینګار کوي: «په امریکاکې د واکمن ګوند یو شمېر کسان د دې لپاره چې طالبان د باور وړ ملګرو په توګه تعریف کړي او دغه راز وکړای شي له طالبانو سره د تعامل د زیاتولو لپارهد ټام وېسټ او رینا امیري ملاتړ وکړي، اطلاعات سياسي کوي، کنه د ملګرو ملتونو راپور د القاعدې د فعالیتونو په اړه په بشپړه توګه واضح او څرګنددی.»
له بلې خوا، د امنیتي چارو کارپوه صمد صمدي وايي چې په افغانستان کې د القاعدې د پیاوړتیا ښکارندويي د امریکا په ګټه نه ده او دا مهال واشنګټن نهغواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دغې ترهګرې شبکې حضور پراخ وښيي. د هغه په وینا القاعده د ایران په کنټرول کې ده او تهران به له دغې ډلې دداعش پر وړاندې د دفاعي ډال په توګه کار واخلي.
ښاغلی صمدي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو استخباراتي کړۍ فعالې او ځواکمنې دي، په ځانګړې توګه د اسرائیلواستخبارات په دغه هېواد کې ډېر فعال او قوي حضور لري. هغه د داعش خراسان څانګه او طالبان د پاکستان د استخباراتو او د دغه هېواد د لوېدیځومتحدینو په تېره بیا د امریکا تر مدیریت لاندې ګڼي. ښاغلی صمدي وايي، چې اسلام اباد له داعشه ابزاري او سوداګریزه اسفتاده کوي او که په اوکراینکې جګړه د مسکو په ګټه پای ته ورسېږي، په افغانستان کې به د «داعش پروژه» نوره هم پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده، چې ۲۲ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه د القاعدې ۱۹ غړو څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او په نیویارک کې یې دنړۍوال سوداګریز مرکز له دوو برجونو سره وجنګولې. د دغو بریدونو په پایله کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول. د متحدهایالتونو دغو بریدونو په غبرګون کې د القاعدې د ځپلو لپاره افغانستان ته پوځي ځواکونه واستول او القاعدې ته یې د پناه ورکولو له امله د طالبانو د لومړيپړاو رژیم ړنګ کړ. خو له دوو لسیزو وروسته طالبان له امریکایانو سره د هوکړې په لاسلیکولو سره بېرته واک ته ورسېدل او اوس د ملګرو ملتونو د امنیتشورا د راپور له مخې، د القاعده په ګډون د لسګونو ترهګرو ډلو کوربانه دي.