۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې ناپېژنده وسله والو یو پخوانی جهادي قومندان په ډزو وواژه.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، دغه کس «شیخ مقدس بلال» نومېده او د یکشنبې په ورځ د وږي میاشتې په ۱۹مه د جلالاباد ښار په اوومه ناحیه کې نامعلومو وسله والو په ډزو وویشت.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى جهادي قوماندان له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره په موټر کې ناست و.
یاد سړى د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى و.
تر اوسه د دغه پخواني جهادي قومندان د وژنې انګېزه نه ده معلومه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې له څو مياشتو راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې هدفي او مرموزې وژنې زياتې شوې دي.
د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه طالبان په دې پېښو کې په لاس لرلو تورنوي.