۸صبح، کابل: د ملي مقاومت جبهې د خپل کلني راپور په خپرولو سره وایي په تېر یوه کال کې ۷۱۵ طالب جنګیالي د دوی له خوا او ۱۲۱ ددې جبهې ځواکونه د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
د مقاومت جبهې شنبې د وږي په دوولسمه د دغه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې په تېر یوه کال کې څه د پاسه ۷۱۵ طالب جنګیالي د مقاومت جبهې له ځواکونو له خوا مړه او سلګونه نور طالبان ټپیان شوي دي.
دغې جبهې زیاته کړې چې ددې جبهې د ځواکونو شمېر درې زره تنو ته رسېږي او دا ځواکونه په پنجشېر، بغلان، تخار، بدخشان او کاپیسا ولایتونو کې حضور لري.
مقاومت جبهې په خپل کلني راپور کې طالبان له جنګي بندیانو سره په ناانساني چلند تورن کړي دي.
دغې جبهې زیاته کړې چې طالبانو لسګونه ملکي وګړي له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
په دې راپور کې راغلي چې په دې بهیر کې لسګونه طالبان د مقاومت جبهې له خوا له نیول کېدو وروسته آزاد شوي او له هغوي سره انساني او اسلامي چلند شوی دی.
ددې جبهې په راپور کې همداراز ویل شوي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې په وژنو او بشري ضد جنایتونو لاس پورې کړی دی.
طالبانو تراوسه په رسمي توګه ددې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره، دوی تل په جنګي سیمو کې له بشري حقونو په سرغړونه تورن شوي دي.