۸صبح، کابل: د طالبانو ډلې د اورګاډي ادارې اعلان کړی چې له ازبکستان سره د حیرتان بندر له لارې د توکو لېږد رالېږد تاشکند ته ددې ډلې د پلاوي له سفره وروسته بیا پیلېږي.
د طالبانو ډلې د اورګاډي ادارې ویاند عبدالسمیع دراني جمعه د سلواغې په دوولسمه په یوه تصویري پیغام کې وویل چې د ازبکستان لوري د حیرتان د اورګاډي د مسوولیتونو په لېږد سره له دوی سره هوکړه کړې ده.
د دراني په وینا، د دواړو لوریو تخنیکي پلاوي ددې بندر د مسوولیت د لېږد د هوکړه لیک پر مسودې کار کوي او د دواړو لوریو ترمنځ د توکو د لېږد بهیر نن بیا پيلېږي.
د طالبانو پلاوی چې دوې ورځې مخکې ازبکستان ته تللی و، اوس په هغه هېواد کی دی او ټاکل شوې د رېل لارې د مسوولیت د لېږد هوکړه ډېر ژر د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي ترانسپورتي خدمات لس ورځې مخکې درول شوي وو.