۸صبح، کابل: د طالبانو د ارشاد، حج او اقافو وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د علماوو یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی.
یاد وزارت شنبه د کب پر ۲۶مه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه پلاوي کې د هېواد د علماوو لس کسیز لوړپوړی پلاوی برخه لري.
د خبرپاڼې په حواله، دا پلاوی د ازبکستان مسلمانانو ادارې د مشر مفتي شیخ نورالدین خالقنظر په رسمي بلنه یاد هېواد ته تللی دی.
نوموړي وزارت د دغه سفر موخه، د «دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا او په دیني او ښوونیزو برخو کې د دواړو هېوادونو د فعالیتونو همغږي» ښودلې ده.
په دې وروستیو ورځو کې د تاشکند او طالبانو اړیکې تودې شوې دي.
تېره اوونۍ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی و.
نوموړي په دغه سفر کې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره لیدنې کتنې وکړې.