۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د دواړو خواوو ترمنځ د«ګډو کلتوري-تاریخي مسایلو او اقتصادي پروژو» په هکله خبرې اترې کړې دي.
دا لیدنه چهارشنبه د کب پر ۲۳مه په کابل کې شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، سراجالدین حقاني په دې لیدنه کې د اقتصادي پروژو پیل د «سیمې د ثبات لپاره» اړین بللی دی.
دغه وزارت د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویلي چې سعیدوف د طالبانو له هڅو «امنیت، له نشهيي توکو سره د مبارزې او په سیمه کې د ثبات» په برخه کې خپل رضایت څرګند کړی دی.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف تېره ورځ په یوه رسمي سفر کابل ته راغی او د دغې ډلې د رئیسالوزرا په ګډون یې د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملا محمدحسن اخند سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سمنټو کارخونې جوړېدو، د ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
بختیار سعیدوف په دې لیدنه کې همداراز ویلي چې هېواد یې غواړي له طالبانو سره د اقتصادي او کرنیزو پروژو د پلي کولو په هکله خپلې تجربې شریکې کړي.
ازبکستان له تېرو دوه نيمو کلونو راپدېخوا له طالبانو سره پراخې اړيکې پالي او د دواړو خواوو بېلابېلو پلاوو کابل او تاشکند ته سفرونه کړي دي.