د ۱۳۵۷ د ثور میاشتې تر کودتاه مخکې، په افغانستان کې سنتي نظم چلېده. د دغه نظم چلوونکي د پښتنو په دوو قبیلو پورې اړوند وو. د سلطنت په دوه سوه څو کاله تاریخ کې جګړه هم د قبیلو ترمنځ یا د کورنیو ترمنځ جګړه وه. ورور د ورور پر ضد او زوی د پلار پر ضد راپاڅېده. د پاڅون په پای کې قدرت د یوې کورنۍ/ قبیلې مشر ته رسېده. خلک رعیت وو. غیر پښتانه قومونه په قدرت کې شریک نه وو. ان د پښتنو ترمنځ هم د یو څو قبیلو مشرانو د مشرۍ او واکمنۍ ادعا کوله. د سلطنت د څلوېښتو وروستیو کلونو دوره یو څه ارامه وه. محمدظاهر شاه د آل یحیی کورنۍ د څو غړو په همکارۍ، دولت اداره کاوه. د باچا د تره زامن د سیاست او واکمنۍ اصلي پر مخ بېوونکي وو.
په دودیز نظام کې د حکومتولۍ چارې د قبیله يي فرهنګ پر اساس وې. له پيل څخه تر پایه پاچا او د واکمنې قبیلې مشران هرکاره وو. په دې موده کې د قبیله يي کلتور په لارو چارو واکمنانو ځان ته مشروعیت جوړاوه. جرګه د مشروعیت وسلیه وه. په دغه دوره کې قوانین او تصامیم د جرګو له لارې تصویبېدل. یوازې د یو شمېر محدودو مواردو په استثناه په دېرشمو او څلوېښتمو کلونو کې، جرګې او د ملي شورا مجلسونه د سنتي نظام په ټول تاریخ کې د قبیله يي دود پر اساس رابلل شوي دي.
په ۱۳۵۷ کال کې د خلق ډموکراتیک ګوند په راتګ سره په افغانستان کې دودیز نظم مات شو. په نوي نظام کې ګوندي او دولتي مشرانو قبیله يي دستور څنګ ته کړ. د ګوند مشر د دولت مشر هم و. همداراز د ګوند کار او فعالیت په نړۍ کې د کيڼ اړخو ګوندونو له کار او تګلارې اخیستل شوی و. د دغه بحث موخه د ګوند دننه پېښو ارزونه او کیڼ اړخو نېشنلیستانو ته د منسوبو جنایتونو ارزونه نه ده. له شک پرته ځینې کسان په دې نظام کې د انسانوژنې په جنون اخته وو او په تاوتریخوالي او راډیکال سیاستونو سره يې د جګړې زمینه برابره کړه، چې لا هم افغانستان په لمبو کې سوځوي. د دغه بحث موخه د جوړښت کلیت دی. نوي جوړښت د سنتی نظام ځای نیولی و. په بل عبارت، دا جوړښت د افغانستان ډموکراتیک دولت – ښايي په ناسم وخت کې – څو سوه کلن دودیز نظم ته د پای ټکی کېښود.
د مجاهدینو په لاس د افغانستان ډموکراتیک ګوند په سقوط سره افغانستان له یوه ترینګلي پړاوه کورنۍ جګړې ته ننوت. دا دوره خونړۍ دوره وه. خلک د هېواد په هر ګوټ کې بې رحمانه وژل کېدل. ښارونه د سیالو ګوندونو په ټانک او توپونو وران شول. د مجاهدینو حکومت زیات ونه پایېد. د ولایتونو په مرکزونو کې جګړه او په اطرافو کې د قدرت خلا د طالبانو راتګ ته لاره برابره کړه. طالبان پر کابل او د افغانستان پر نژدې ۹۰ سلنه خاورې د واکمنۍ لپاره تر څلورو کالو کم وخت ته ضرورت لاره. د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دوره توره دوره وه. ډله ییزې وژنې، سارايي محکمې او له خلکو سره د توپک په میل خبرې د دغې دورې تور ټکي دي، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر جبین لیکل شوي دي.
پر افغانستان د ناټو په چوکاټ کې د امریکا او متحدانو برید د دغه هېواد په تاریخ کې نوی باب پرانیست. د شمال ایتلاف ځواکونو د ناټو او امریکايي ځواکونو په مرسته طالبان له کابل او نورو ولایتونو وشړل او په افغانستان کې يې د جمهوري نظام جوړښت ته لاره برابره کړه. په دې نظام کې د خلکو له رایې، اساسي قانون، د بشري حقونو ارزښتونو، فردي او سیاسي ازادیو او د رسنیو له ازاد فعالیت څخه سترګې نه شي پټېدلی. د قدرت جوړښت که څه هم متمرکز و او ځینو عناصرو د خلکو په رایو کې لاسوهنه کوله، خو د کار اساس د خلکو په رایې او انتخاباتو ولاړ و. افرادو د انتخاباتي څوکیو د ګټلو لپاره د ټاکنو له لارې سیالي کوله. خو د بن تر کنفرانس وروسته د افغانستان د سیاسي نظام کیسه او تاریخ چې درک شوې نه ده، د واکمنانو راتګ د پخوا په شان د قبیله يي اصولو له مخې و. په دې دوره کې که څه هم قانون جوړونکی بنسټ و او غړي يې د خلکو په رایه ټاکل کېدل، خو لوی تصامیم د جرګو له لارې نیول کېدل. ان د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې هم دوه جرګې جوړې شوې. د دغه نظام د لومړۍ کرښې کسانو په سیاسي لویو تصامیمو کې د دغې کړنلاې په وړاندې تعصب او عجیبه علاقه درلوده.
اوس چې یو ځل بیا طالبانو هېواد نیولی، د «ټولګډونه حکومت» او د ظاهر شاه د دورې اساسي قانون «موقت» احیا لپاره د لويې جرګې د ترسراينې نوې نسخه وړاندې شوې ده. ښکارېږي، چې دا طرحه د طالبانو ترمنځ هم پلویان لري. د دغې طرحې پلویان او جوړوونکي فکر کوي، چې په پلي کولو به یې د طالبانو سرپرست حکومت نسبي مشروعیت ترلاسه کړي. د لویې جرګې د جوړولو د طرحې پلویان او طرح کوونکو ته د ظاهر شاه دورې د اساسي قانون موقتي احیا او لویه جرګه یو لومړیتوب ښکارېږي. هغوی بې له دې چې په چا پورې تړلي وي، له تېر سره عجیب او غریب تعصب لري. که څه هم ډېری یې د جمهوري نظام او د ډموکراتیکو ارزښتونو په لمن کې لوی شوي دي؛ خو نه يې پرېږدي/ نه دي يې پرېښي چې ټاکنې له یوه فرد څخه بل فرد ته د قدرت د انتقال واکمنه لار وي. له بده مرغه دا تمایل که د ړانده او کاڼه قومي عصبیت په لمن کې تعریف کړو، په بل قالب کې مانا او تفسیر کېږي هم نه. په معاصره نړۍ کې دا د درک وړ نه ده، چې څنګه د مشروع او معمولو لارو پر ځای د حکومت د تشکیل او سیاسي تصامیمو لپاره به سنتي او دودیزو لارو ټینکار وشي.
په اوسني وضعیت کې افغانان باید خپلې ستونزې او هغه طرحې او لارې چې د حکومتولۍ لپاره وړاندیز او اجرايي کېږي، مشخصې کړي. دا چاره که په هره لاره شونې کېږي، باید یوه ورځ ترسره شي. که اوس ترسره نه شي، یو کال وروسته، دوه کاله وروسته او بالاخره یوه ورځ ترسره کېږي. په اوسني نوي عصر کې پخوانیو ترخو تجربو ته تمه درلودل، پر ځای کار نه دی. تاریخ ته په کتو سره د دغه واقعیت درک برابروي، چې په زړې چپنې به د افغانستان سیاسي ثبات تامین نه شي. په داسې عصر کې خلک «هېوادوال» دي، نه «رعیت». دودیزې او سنتي لارې به دا خاوره ثبات ته ونه رسوي. ښه به وي، پر دودیز میراث د ټینګار پر ځای، د خلکو پر ارادې، رايې، قانون، ټاکنو او د ولسواکۍ پر ارزښتونو ټینګار وشي. دا ټینګار که یوازې په ژبه هم پاتې شي او د طالبانو سرپرست حکومت مشران له انحصارګرايۍ او له زور څخه هم وانه ړوي، لږ تر لږه سیاسي او ټولنیزه فضا تر مخکې زیاده نه ککړوي. خبره دا ده، چې د «لویې جرګې» په رابللو سره نه طالبان مشروعیت ترلاسه کوي او نه د افغانستان ستونزه ورسره حل کېږي. یوازینۍ لاره ټاکنې او د خلکو رايې ته درناوی دی، چې دا هېواد سولې او سیاسي ثبات ته رسولی شي.