د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد د دفاع وزیر د ایران د ځمکني پوځ ځواک له قوماندان سره د پوځي همکاریو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د دې اعلامیې پر بنسټ چې د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۲۳مه، د روسیې په اینترفکس خبري اژانس کې خپره شوې ده، الکساندر فومین له کیومرث حیدري سره د دغو مرستو د پراخوالي د څرنګوالي په اړه خبرې اترې کړي دي.
ایرنا ایراني خبري اژانس، هم په یوه راپور کې د ایران د سفیر کاظم جلالي په ګډون د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو د لیدنې انځورونه خپاره کړي دي.
دغې رسنۍ په یوه بل راپور کې د ایران د زمکنیو ځواکونو د قوماندان له خولې لیکلي دي چې « د ایران او روسیې دفاعي اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو لاپسې ټینګیږي. »
د تهران او مسکو اړیکې په اوکراین د روسیې له پوځي برید نه شاوخوا د 18 مېاشتو وروسته، په تېره په پوځي حوزه کې پراخې شوي دي.
دواړه هېوادونه د لویدیځ تر بندیزونو لاندې دي چې د هغوی په اقتصاد یې ډېر فشار راوړی دی. لویدیځ هېوادونه ایران تورنوي چې د روسیې په واک کې یې بې شمېره پوځي چورلکې ورکړي دي چې له هغو نه د اوکراین پر وړاندې جګړه کې ګټه اخیستل کیږي.
ایران بیا وايي چې یوازې یې څو چورلکې مسکو ته ورکړي چې دا کار هم د اوکراین له جګړې نه مخکې ترسره شوی دی.