د مسکو فارمټ څلورمه غونډه چې د روسیې په کوربه توب د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۶مه د افغانستان د ستونزې د هواري د یوې برخې په توګه جوړه شوه. په دې غونډه کې پر روسیې سربېره د چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و. د نوموړې غونډې د ګډونوالو هڅه دا ده چې د سیمې دولتونه د افغانستان په اړه د ګډ دریځ په رامنځته کولو کې همغږي کړي. په بله وینا، نوموړي دولتونه غواړي چې د طالبانو د پېژندلو او نه پېژندلو لپاره په يووالي عمل وکړي.
خو دا چې د مسکو په غونډه کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې دا د مسکو په سیاست کې د پام وړ پرمختګ څرګندوي. ځکه د ۲۰۲۱ د اکټوبر په ۲۰ په همدې فارمټ کې طالبانو ته بلنه ورکړل شوې وه او هغه وخت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله څرګنده کړې وه چې طالبان به د ترهګرو ډلو له لیسته و ایستل شي، او نړیوالو شنونکو داسې ګڼله چې ګواکې مسکو به د طالبانو اداره په رسمیت وپېژني. له همدې امله، دا په عمومي توګه د طالبانو په اړه د روسیې بدلېدونکي درک ته اشاره کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له سرمشریزې وروسته په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د یوې ټولمنلې او ټولګډونه ادارې د رامنځته کېدو لپاره د نوموړي فارمټ د ګډونوالو هېوادونو هیله څرګنده کړه. اعلامیه دا په ډاګه کوي چې لږ تر لږه د اوس لپاره سیمه ییز لوبغاړي د طالبانو رسمیت پېژندلو ته زړه نه ښه کوي. بل لور ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه د کرملین په پالیسي کې بدلون ته په اشارې سره ویلي چې غونډې ته د طالبانو نه بلل د سیمې هېوادونو له لوري یو مهم پیغام دی.
د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو او البته د روسیې اصلي اندېښنه د سیمه ییز امنیت مساله ده. سیمه ییز هېوادونه په دې باور دي چې په افغانستان کې روانه بې ثباتي به یوازې تر دغه هېواده محدوده نه وي او راډیکالېزم او ترهګري به له یوې خوا د واخان دهلیز له لارې چین او له بله پلوه منځنۍ آسیا او بیا روسیې ته وغځېږي. د داعش ترهګرې ډلې لمن نېونکو عملیاتو د افغانستان امنیت په ځانګړې توګه د سیمې ثبات ته زیان رسولی دی. دغو فعالیتونو په لومړي سر کې د تاجکستان او ایران په څیر هېوادونه اندېښنه کړي دي.
همدا د ګډ دریځ او همغږۍ د پراختیا او دوام اصلي لامل دی. د طالبانو په اړه د روسیې نظر بدلېدونکی دی؛ روسیه د خپلو سیمه ایزو ملګرو د متحدې تګلارې د یوې برخې په توګه د سیمه ایز ثبات لپاره ځان مکلف ګڼي. ځکه چې مسکو د اوکراین د جګړې له امله د سیمې د یو شمیر هېوادونو لخوا تر نیوکو لاندې دی، څه چې تمه کېده هماغسې د عمل په ډګر کې روان نه دي او په دې توګه د ایران په ګډون د منځنۍ آسیا ثبات چې د روسیې له پاملرنې سره تړلی، تر ګواښ لاندې دی.
ښايي کرملین اوسنیو بوختیاوو او مجبوریتونو ته په پام سره د افغانستان لپاره د سیمې هېوادونو څخه جلا او د یوې اړخېزې ستراتیژۍ بار پر غاړه وا نخلي او په دې خبره پوه دی. له همدې امله داسې برېښي چې د طالبانو په وړاندې یې خپله لهجه بدله کړې ده. په بل عبارت، په داسې حال کې چې پخوا روسیه په دې باوري وه چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره به د سیمې هېوادونه د هغې د افغانستان له تګلارې سره توافق ته وهڅوي او د روسیې لار به تعقیب کړي، اوس نه غواړي خپل تمرکز او انرژي پر افغانستان متمرکزه کړي. له دې سره سره روسیه محتاطه ده چې د مسکو فارمټ په دوامداره ساتلو سره د افغانستان د ستونزې په اړه نوښت په خپل لاس کې وساتي. په بله وینا، د کرملین موخه دا ده چې خپل نفوذ د ځواک او مبارزې د مرکز په زړه کې وساتي، پرته له دې چې د پام وړ هڅې ترسره کړي او له امریکا په میراث پاتې شوی بار خپلو اوږو ته واچوي.
په دې برخه کې ویلای شو چې د طالبانو په اړه د روسیې د پالیسۍ د بدلون څلور اصلي لاملونه دي. له دوی څخه لومړنی هغه یې د نړیوالې ټولنې په دریځ پورې تړاو لري. دا چې تر اوسه هېڅ دولت یا نړیوال سازمان طالبان چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې پر افغانستان واکمن دي په رسمیت نه دي پیژندلي، له بلې خوا روسیه په اوکراین کې د جګړې له امله له سختو بندیزونو سره مخ ده او په نړیوالې ټولنې کې منزوي شوې ده. مسکو چې نه غواړي خپله انزوا نوره هم هراړخیزه کړي، د نړیوالې ټولنې د غوښتنو خیال هم ساتي. د بیلګې په توګه، روسیه د نړیوالې ټولنې د عمومي غوښتنو لکه د بین الافغاني ډیالوګ، سوله ایز حل او ټول شموله حکومت په څرګندولو تمرکز کوي.
دوهم لامل یې د منځنۍ آسیا-روسیې پر اړیکو د اوکراین د جګړې اغېز دی. په دې برخه کې، د مسکو مشران د سیمه ییزو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې د یو ټولیز دریځ د جوړولو اړتیا محسوسوي او همدارنګه هغه پالیسي چې سیمه ایز امنیت ته لومړیتوب پکې ورکول شوی وی، تجویزوي.
درېیم لامل له دې حقیقت سره تړاو لري چې مسکو له تهران سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوي. په اوکراین کې د شخړې له امله روسیې هڅه کړې چې له ایران سره خپله پوځي همکاري پیاوړې کړي. د ایران تر ټولو زیات ټینګار د ټولشموله حکومت پر رامنځته کولو دی چې ټولې توکمیزې ډلې او ټولنیز ګروپونه پکې ځانونه وویني. دغه غوښتنه پدې مانا ده چې طالبان د واک شریکولو ته غاړه کېږدي او له دې پرته به د طالبانو د اوسني مشرتابه لپاره دا اسانه نه وي چې د رسمیت پېژندلو ستونزه هواره کړي. دا خبره روښانه ده چې مسکو او تهران چې له افغانستانه د امریکا د ایستلو لپاره یې له طالبانو سره مثبتې اړیکې جوړې کړې دي، د داسې افغانستان سناریو نه خوښوي چې یوازې طالبان پکې واکمن وي. په دې توګه فکر کېږي چې په راتلونکي کې به پر طالبانو فشارونه زیات شي. خو یو بل څه چې په سرمشریزه کې ډېر جوت دي هغه د افغانستان په اړه د روسیې او ایران په سیاستونو کې انحراف دی.
کله چې د انحراف توپیر ته ګورو، نو اړینه ده چې لومړی د غونډې په اړه د یو له پامه غورځول شوي وضعیت یادونه وکړو. دا چې ایا سیمه ایز اړخونه باید طالبانو ته په غونډو کې د استازیتوب حق ورکړي که نه. د مسکو فارمټ په مخکینۍ غونډه کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو او همدارنګه د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو یوه جګپوړي پلاوي ګډون کړی و. خو ایران د تهران په کنفرانس کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړې، یوازې د افغانستان ګاونډیان او روسیه یې سره یوځای کړي و. سربېره پردې، دا ولیدل شول چې روسیه او چین په انلاین بڼه په دې غونډه کې ګډون وکړ او یوه مانا یې دا هم کېدای شي چې دوی د دې غونډې پروا نه درلوده. بېله شکه دا جدول له طالبانو سره د روسیې او ایران په چلند کې د پام وړ توپیر ښيي.
تر ټولو لومړی، که د تهران چلند ته اشاره وکړو، باید ټینګار وشي چې ایران په حقیقت کې له طالبانو سره د منلو وړ اړیکې لري. د بیلګې په توګه، د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي تهران ته سفر وکړ، هلته یې د ایران د ملي امنیت شورا له سلاکار علي شمخاني او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره وکتل. همدا ډول تهران د همدغه کال په جولای میاشت کې د طالبانو د پلاوي په ګډون د افغانستان د مسئلې اړوند اړخونه سره یو ځای کړل. برسېره پر دې، قوي ادعاګانې شته چې طالبانو لا د مخه د ایران په زاهدان او مشهد ښارونو کې استازولۍ درلودې. په لنډه توګه، خو د تهران له کنفرانس څخه د طالبانو بې برخې کول ددې ډلې په اړه د ایران په چلند کې د پام وړ بدلون څرګندوي.
د دې بدلون اصلي انګېرنه دا ده چې د طالبانو حکومت به له امریکا پرته په یوه افغانستان کې له ایران سره فرقه ییزه سیالي وکړي او په دې برخه کې منفي یادونه چې د طالبانو د لومړۍ دورې په اړه د ایراني تصمیم نیوونکو په حافظه کې پاتې دي، د یادولو وړ دي. دا هم ویلای شو چې ایران د افغانستان په پالیسۍ کې هزاره او تاجک عوامل تل په پام کې لري.
لکه څنګه چې ښکاري ایران هڅه کوي ځان د ځمکې پر مخ د ټولو شیعه وګړو د مذهبي او سیاسي ثبات د لارښود په توګه وټاکي. په دې توګه، تهران په دې باور دی چې هزاره ګان چې “افغان شیعه وګړي” هم بلل کېږي، باید له سیاسي پلوه پیاوړي شي او هویت ته یې پاملرنه وکړي. خو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) له خوا په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او دغې ډلې په خپلو عملیاتو کې د هزاره ګانو سیمې او د شیعه وګړو جوماتونه په نښه کړي دي.
په مقابل کې، طالبان نوموړي بریدونه په زیاتېدونکې توګه له پامه غورځوي. دا کار دغه مفکوره رامنځته کوي چې ایران نشي کولی د شیعه وو په ساتنه کې پر طالبانو باور وکړي. له همدې امله ایران د وحدت ګوند له لارې د بېلابېلو فرقه ایزو غوراویو په لټه کې دی. سربېره پردې، تهران هڅه کوي چې د عليپور شمشیر او فاطمیون لوا په څېر جګړه مارو ترمنځ اړیکه ټینګه کړي. د ځایي سرچینو او نړیوالو رسنیو لخوا خپاره شوي راپورونه ښيي چې د احتمالي نیابتي جګړې (Proxy war) لپاره چمتووالی یوه غالبه سناریو ده. د ایران لپاره دا ممکنه ده چې د داعش پر وړاندې په جګړه کې شیعه ګان راغونډ کړي. په حقیقت کې، په دې برخه کې د سوریې کورنۍ جګړې د تهران مشرتابه او افغان شیعه وګړو دواړو ته د پام وړ تجربې ورکړې دي.
یوه بله مسله چې په افغانستان کې د ایران په پالیسۍ اغېز کوي، د پارس نړۍ لېد په اړه ددې هېواد هیلې او موخې دي. پر دې بنسټ، تهران د هزاره وګړو په شان د افغان تاجکانو پروا هم لري او د جمیعت اسلامي ګوند له غړو سره په بېلابېلو سطحو اړیکې لري. په حقیقت کې، د پنجشېر له مقاومت جبهې د ایران ښکاره ملاتړ د ایران په بهرنۍ پالیسۍ کې د پارسي فکتور له امله دی. له همدې امله، تهران استدلال کوي چې د افغانستان په ټولګډونه حکومت کې باید تاجکانو ته عادلانه استازیتوب ورکړل شي. په هرصورت، تراوسه داسې نه ښکاري چې نه د هزاره او نه د تاجک په قضیه کې د طالبانو حکومت د ایران د هیلو پوره کولو لپاره توازن ته پام کړی وي.
دا ټول لاملونه د طالبانو په وړاندې د ایران سیاست د سړښت لامل ګرځي. ایران د روسیې له مجبوریتونو په خبرتیا خپل اغېز محسوسوي او د مسکو پر پالیسیو د انحراف توانمندي لري. که څه هم د ایران په اند طالبان د افغانستان یو حقیقت دی او د افغانستان په اړه د خبرو له میز څخه د طالبانو ایستل له واقعي وضعیت سره سمون نه لري خو بیا یې هم دا کار وکړ. په بله وینا، ایران یوه سرمشریزه جوړه کړه چې پکې د افغانستان پر مسئلې خبرې وشوې، خو په دې غونډه کې د مسئلې لومړنی مرکچي شامل نه و. دې کار د تهران کنفرانس پایلې غیرمحسوسې کړې.
د روسیې تګلاره په افغانستان کې پر دوو مهمو توقعاتو ولاړه ده. لومړی په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت جوړول چې د ایران له غوښتنې سره همږغیتوب څرګندوي. په بل عبارت، کرملین داسې افغانستان نه غواړي چې یوازې د طالبانو په واک کې وي. خو په ورته وخت کې طالبانو ته د افغانستان د یوه واقعیت په سترګه ګوري. دوهم دا چې په افغانستان کې د افراطیت او راډیکالېزم مخه ونیول شي چې منځنۍ اسیا او له هغه ځایه روسي مسلمانانو ته خپرېږي. له بلې خوا، د روسیې خاورې ته د نیابتي جګړو د رسېدو مخه ونیول شي. د دې کار لپاره روسیه فکر کوي چې طالبان له نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ په ځانګړې توګه داعش پر وړاندې مبارزه کې همغږي شي.
په دې پړاو کې ښه ده چې د ولادیمیر پوتین وینا ته راوګرځو چې ویلي یې دي؛ طالبان دې د هغو ډلو له لېسته وایستل شي چې روسیه یې د تروریستي سازمانونو په توګه پېژني. باید یادونه وشي چې؛ تر ټولو مهمه مسله چې د مسکو پر دریځ اغېز کوي، دا نظر دی چې طالبان باید د نړیوالې همکارۍ تر سیوری لاندې رام شي که نه نو طالبان به د تمې خلاف سخته بنسټپاله ډله شي، خو په دې هم فکر کوي چې دغه ډله کولای شي له بېلابېلو ترهګرو ډلو سره اړیکې ولري او د روسیې ملي امنیت ته ګواښ پېښ کړي. مسکو په دې باور دی چې طالبان باید په نړیواله کچه د یوه مشروع لوبغاړي په توګه راڅرګند شي تر څو سیمې ته د ورپېښو خطرونو مخه ونیول شي او هڅه کوي چې له طالبانو سره د اړیکو له لارې د افغانستان پر راتلونکې اغېز ولري. په لنډو ټکو کې، مسکو د یوه مشروع لوبغاړي په توګه له طالبانو سره د اړیکو هرکلی کوي او اشاره کوي چې دا به د دوی او دې ډلې ترمنځ عملي همکارۍ (de facto cooperation) ته پراختیا ورکړي.
په مقابل کې ایران فکر کوي چې که چېري یوازې طالبان د افغانستان واکمن واوسي نو د طالبانو افراطیت پر هزاره او تاجک وګړو د واک د تحمیل او برلاسیتوب په مانا دی او د نیابتي جګړو چاپېریال جوړوي. دا بېلګې په ډاګه کوي چې ایران د روسیې په پرتله د افغانستان په پالیسۍ کې د فرانسې په څېر لوبغاړو ته ډېر نږدې دی چې په تېرو لسېزو کې یې په دودیزه توګه د شمال ټلوالې په څېر ډلو سره اړیکې پاللې دي.
په افغانستان کې د روسیې او ایران په پالیسۍ کې چې ستراتیژیکې اړیکې لري، جدي توپیر موجود دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د نوموړو لوریو په سیاستونو کې توپیر زیاتېږي، په دې برخه کې ایران له روسیې سره د همکارۍ له لارې د افغانستان په اړه د مسکو فکر بدلول غواړي او ددغو هڅو پایله د مسکو فارمت له غونډې د طالبانو په حذب کې ترسترګو کېږي. د مسکو غونډې ته د طالبانو بلنه ورکول او د تهران په کنفرانس کې بلنه نه ورکول، دا توپیر تاییدوي. له همدې امله ویلای شو چې د روسیې- ایران د پالیسي اختلاف به په راتلونکې کې د افغانستان د سیاسي پرمختیاو له لارې په روښانه توګه د لیدلو وړ وي.
څلورم لامل یې له امریکا سره د طالبانو اړیکې دي. د کرملین په وینا د افغانستان د وضعیت اصلي مسووله امریکا ده. مسکو غواړي چې واشنګټن د افغانستان د بیارغونې مسولیت پر غاړه واخلي. روسیه او ایران غواړي امریکا له سیمې لیرې وساتي. کرملین په سیمه کې د واشنګټن فعالیتونه په خپل نږدې چاپېریال کې د خپلې واکمنۍ لپاره د ننګونې په توګه ګوري. له همدې امله یې د طالبانو واکمني له سیمې د امریکا د وتلو په مانا تعبیر کړه او په پیل کې یې تود ملاتړ وکړ. په حقیقت کې روسیه لومړنی هېواد و چې اعلان یې وکړ د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته به د روسیې سفارت چارې دوام ولري. خو په دې وروستیو کې طالبان له امریکا سره نږدې شوي دي. روسیه او ایران د امریکا-طالب د دوحې نوې خبرې څاري. سربېره پردې، د افغاني بانکنوټونو چاپ د امریکا مشورتي میکانیزم دا مسله څرګندوي. له همدې امله مسکو طالبانو ته دا پیغام ورکوي چې له امریکا سره د هغوی له اړیکو خبر او په اړه یې ناخوښ دی او دا په ټولیزه توګه د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې کموي.
ایران چې طالبان یې یوه خپلواکه طلبه ډله بلله اوس کرار کرار خپل تفکر بدلوي، د ایراني استخباراتو په خپرو شویو اسنادو کې دوی په دې اند دي چې طالبان یوه امریکايي ضد ډله نه ده، د امریکا له ملاتړه برخمنه ده او دا اړیکې ورځ تر بلې زیاتېږي. ددوی په اند آن موساد له طالبانو ملاتړ کوي چې دې د ایران او طالبانو ترمنځ یو لوی زخم رامنځته کړی دی. خو پر دې ټولو سربېره د ایران درک دا دی چې طالبان ددوی په ګټه دي، استفاده ترې کولی شي او په اسانه یې د خپلې ګټې لپاره اړ ایستلی شي. ایران فکر کوي چې له طالبانو سره ګډ کار د دوی یوه اړتیا ده.
په داسې حال کې چې مسکو په افغانستان کې د طالبانو د دویمې دورې هرکلی وکړ، په دې وروستیو کې یې خپله تګلاره بدله کړه. د دې وضعیت اصلي لاملونه د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې له لیدلوري سره د روسیې لېوالتیا، له تاجکستان او ایران سره په خپلو اړیکو کې د همکارۍ د ساتلو هڅې او د طالبانو او امریکا په اړیکو کې د نږدېوالي له نښو ناخوښي ده. د پایلې په توګه، د کرملین حکومت، چې مخکې یې ویلي و د روسیې د ترهګریزو ډلو له لېسته د طالبانو د ایستلو پلان لري او په مسکو کې یې د دوه اړخیزو او ګڼو غونډو کوربه توب وکړ، پرېکړه یې وکړه چې د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۱۶مه جوړه شوې غونډې کې طالبان له پامه وغورځوي. په ورته وخت کې له ایران سره له دې چې فکر کوي طالبان نور امریکا ضد ډله نه ده، د ګډ کار لېوالتیا لري.