۸صبح، کابل: د روسیې ځانګړي استازي په دوحه کې د افغان مدني ټولنې په ناسته کې له ګډونه ډډه کړې ده.
په کابل کې د روسیې سفارت دوشنبه د سلواغې پر ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دا پرېکړه یې د طالبانو په غوښتنه کړې ده.
د دغه سفارت په خبره، د افغان مدني ټولنې استازي په «غیرشفاف» او د طالبانو له تایید پرته ټاکل شوي دي.
روسیې د د دوحې غونډې په تړاو د طالبانو دریځ «مستند او منطقي» بللی دی.
د دوحې غونډه پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتیرش په کوربتوب پیل شوه او نن هم دوام کوي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو هېوادونو د استازو سربېره، د افغان مدني ټولنې او ښځو په استازولۍ میترا مهران، شاهګل رضايي، محبوبه سراج، فیضمحمد ځلاند او لطفالله نجفيزاده برخه لري.
ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه؛ خو دوی ترې ډډه وکړه.
که څه هم مسکو طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو نږدې اړیکې ورسره پالي.