۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د روسیې د تېلو، ګاز او غنمو د وارداتو قرارداد له لاسلیکېدو خبر ورکړی دی.
رویټرز سه شنبه د تلې پر پنځمه د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي له قوله راپور ورکړی، چې دغه قرارداد په لنډمهاله توګه لاسلیک شوی دی.
د ښاغلي عزیزي په وینا د دغه قرارداد د لاسلیکولو موخه د افغانستان په وارداتي شریکانو کې د بدلون راوستل او د هغو تېلو، ګاز او غنمو په برخه کې د ځانګړي تخفیف رامنځته کېدل ده، چې له روسیې افغانستان ته صادرېږي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ویلي، چې د قراردادونو له مخې ټاکل شوې هر کال یو میلیون ټنه پترول، یو میلیون ټنه ډیزل، ۵۰۰ زره ټنه ګاز او دوه میلیون ټنه غنم له روسیې څخه افغانستان ته دننه شي.
د طالبانو دغه چارواکي ټینګار کړی، چې دا قرارداد د یوې نامالومه ازمایښتي دورې لپاره لاسلیک شوی او د دواړو لوریو د هوکړې په صورت کې به په راتلونکي کې پر اوږدمهاله قرارداد بدل شي.
د ویلو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د تېلو، ګاز او خوراکي توکو بیې په بې مخینې توګه لوړې شوې دي.