۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د روسې دایمي استازي واسیلي نبنزیا په یوې مطبوعاتي بیانیه کې ویلي، چې امریکا د افغانستان د بیارغونې لپاره د نورو هېوادونو د اقدام په اړه په څرګندونو سره د افغانستان د بحراني وضعیت د مسوولیت د تغییر په هڅه کې ده.
ټاس خبري اژانس نن چهارشنبه د سلواغې پر ۶ په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازي له خولې لیکلي: «په افغانستان کې د خپل سیاست د بریالي ښوولو لپاره د امریکا هڅه، ریاکارانه ښکاري.»
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازي ویلي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلن حضور په سختۍ سره بریالی بللی شو. هغه په افغانستان کې د امریکا حضور ناکام بللی او ویلي يې دي، چې متحده ایالات له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته لاړه؛ خو د امریکا او ناټو حضور افغانستان د تروریزم او نشه يي توکو په مرکز واړاوه او سرچپه پایله يې لرله.
ټاس د روسي چارواکي له خولې لیکلي، په افغانستان کې د امریکا حضور، له القاعده او ورسره ترهګرو ډلو پرته، یوې بلې تروریستي ډلې هم ظهور وکړ.
په دغه سازمان کې د روسیې دایمي استازي په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې داعش د امریکا په شتون راپورته او د نشه يي توکو تولید لوړې کچې ته ورسېد.
د روسي چارواکي د دې بیاینې له مخې، په افغانستان کې ټولنیز – اقتصادي وضعیت ناوړه پاتې شوی دی. هغه ادعا کړې، چې «په میلیونونو ډالره تزریق شوې پيسې د امریکا لاسو ته ولوېدې» او افغانستان په یوه بل هېواد پورې په تړلي هېواد واوښت.
د روسيې دایمي استازي ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا څو کلن شتون د زرګونو افغان او امریکایانو د وینې په بیه تمام شو. د نوموړي په خبره، دې موده کې میلیاردونه ډالر ولګېدل او په پایله کې له افغانانو پرته د پردې تر شا له طالبانو سره خبرې وشوې، چې دا د اشرف غني د نیم بنده حکومت د پرځېدو، د طالبانو واکمنېدو او له افغانستانه د امریکايي سرتېرو غیرمسوولانه وتلو لامل شو.
په دې بیانیه کې راغلي: «د افغانستان د اوسني بحران د مسوولیت ځای پرځای کېدنې لپاره د امریکا هڅې او همداراز دغه ادعاوې چې نور هېوادونه باید د ناټو ځواکونو له ۲۰ کلن حضور وروسته د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي، ریاکارانه ښکاري.»
په ملګرو ملتونو کې د روسيې دایمي استازي ټینګار کړی، چې د امریکا پوځ «له تفکیک او تور پرته هوايي بریدونه وکړل، ملکیان، ماشومان او ښځې يې ووژلې؛ تر څو په افغانستان کې د خصوصي نظامي شرکتونو په اړه څه ونه ویل شي.»