د پاکستان لومړي وزیر شهبار شریف ته د امریکا ولسمشر جو بایډن لیک له استولو دوه ورځې وروسته، نوموړي د دغه لیک په ځواب کې د نړیوال امنیت په برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
ډان ورځپاڼې یکشنبه د مارچ پر ۳۱مه راپور ورکړی چې شریف د بایډن لیک ته په ځواب کې د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې ارزښتناکې بللې دي.
نوموړي زیاته کړې: «پاکستان د نړیوال امنیت او سولې او سیمهییزې پراختیا ګډو موخو د ترلاسي لپاره له امریکا سره ملګرتیا ته لېوال دی.»
شهباز شریف یادونه کړې چې پاکستان له متحده ایالاتو سره خپلو اړیکو ته «کلیدي ارزښت» ورکوي او په خبره یې، دواړه هېوادونه به په ګډه د انرژۍ، اقلیمي بدلون، کرنې، روغتیا او تعلیم په برخه کې همکاري کوي.
بایډن تېره جمعه په یو لیک کې شهباز شریف ته په ټاکنو کې مبارکي ورکړې او ټينګار یې کړی چې واشنګټن د «ټولو مهمو نړیوالو او سیمهییزو ننګونو» سره د مقابلې لپاره د اسلاماباد ترڅنګ ولاړ دی.
د امریکا ولسمشر جمعه د مارچ پر ۲۹مه شریف او د هغه حکومت ته په یو لیک کې یادونه کړې چې «زموږ د ملتونو ترمنځ پاېدونکی مشارکت زموږ د وګړو او په نړۍ کې د ټولو خلکو د امنیت ډاډمنتیا لپاره» حیاتي دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ټاکنو پر مهال امریکايي قانون جوړونکو په وار وار یادونه کړې وه چې دا بهیر له پراخو درغلیو سره مل و.