په داسې حال کې چې اسراییل پر غزې خپلو هوايي او ځمکنیو بریدونو ته دوام ورکړی، د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
د اسوشیټیډ پرس د راپور په حواله، پاپ یکشنبه د مارچ پر ۳۱مه د تنفسي ستونزو له کبله د درمنلې له یو پړاو وروسته د مسیحیانو د «سپیڅلي اختر» په مراسمو کې راڅرګند شوی دی.
نوموړي د ایټالیا په روم کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو د وینا پر مهال په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
پاپ فرانسیس ویلي: «سوله هېڅکله هم د وسلې په زور نه راځي، بلکې په پرانېستو لاسونو او زړونو لاسته راځي.»
دغه راز، نوموړي د روسیې او اوکرایین ترمنځ د یرغمل شویو د تبادلې غوښتنه هم کړې او په نړۍ کې یې د سولې لپاره دوعا کړې ده.
د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس داسې مهال په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې چې د غزې پر الشفا روغتون د اسراييل تازه هوايي برید کې دوه فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
بلخوا، د غزې په جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر څه باندې ۳۲ زرو ته رسېدلی چې د راپورونو په حواله، ډېری یې ماشومان دي.
دغه راز، د روسیې او اوکرایین ترمنځ هم جګړه توده ده او تر اوسه دواړوه لوري د یرغمل شویو پر تبادلې سلا شوي نه دي.





