د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته میلیونونه افغانان له هېواده ووتل او له ګاونډیو هېوادونو سربېره د نړۍ نورو هېوادونو ته کډوال شول. د کډوالۍ نړۍوال سازمان د موندنو له مخې، افغانستان تر سوریې او اوکراین وروسته په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې تر ټولو ډېر بېځایه شوي وګړي لري. یاد سازمان که څه هم د سوریې او اوکراین د کډوالو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې په تېرو دوو کلونو یا واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ۳.۵ میلیونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. پر هېواد د طالبانو په واکمنېدو سره د تېرو دوو لسیزو ټولې لاسته راوړنې تالا ترغۍ شوې او په هره برخه کې شوي پرمختګونه بېرته په څټ شول. رسنۍ چې په تېرو دوولسیزو کې یې د سیمې په کچه بې ساری پرمختګ درلود، د طالبانو په واکمنېدو سره سختې وځپل شوې او د رسنیز ډګر ګڼ کارکوونکي له هېواده ووتل، خو یو شمېر خبریالان له هېواده تر وتلو وروسته هم په خورا سخت وضعیت کې دي.
عایشه هغه خبریاله ده چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې خبریالي کړې ده. د امنیتي ګواښونو په وجه په دې راپور کې هغې ته همدا (عایشه) مستعار نوم کارول شوی. واک ته د طالبانو تر رسېدو یوازې څو ورځې وروسته نوموړې ته د ورپېښو ګواښونو له امله کابل سور اور وګرځېد، له هېواده جلاوطنه شوه او پاکستان ته لاړه.
عایشه وايي د طالبانو له خوا هغې ته د مرګ د ګواښونو او له دندې د هغې د منع کولو له کبله اړه شوه چې په جلاوطنۍکې هر ډول ستونزې وګالي؛ خپله کورنۍ او هېواد پرېږدي او په پاکستان کې له کړاوونو ډک ژوند ته چمتو شي.
نوموړې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: « ما ته یې ګواښونه وکړل، ژوند مې په خطر کې شو، کورنۍ مې په خطر کې ولوېده، څو شپې د دوستانو په کورونو کې پټه وم، هره ورځ مې خپل موقیعت ته تغییر ورکاوه، بله چاره مې نه لرله په ډیرې سختۍ او جنجالونو اسلام اباد ته راغلم.»
عایشه زیاتوي که چیرې له کابله نه وای راتښتېدلې، ښايي اوس وژل شوې وای او یا هم زندان ته لوېدلې وای.
عایشه اسلام اباد ته د دې لپاره راغله چې دغلته خوندي او ارام ژوند ولري، بهر ته د تګ کارونه تنظیم کړي خو د دې په خبره چې دغلته یې هم ستونزې څو برابره زیاتې شوې. هغه اوس هم له امنیتي او اقتصادي ستونزو کړیږي او وايي په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم د دوی سر خوندي نه دی.
نوموړې زیاتوي: « کوم افغانان چې د طالبانو له ویرې راتښتېدلي په ځانګړې توګه خبریالان او سرتېري، خوندي ژوند نه لري. زه اوس هم احساس کوم چې اختطاف کېږم او زندان کې لوېږم، هره شېبه خپل ژوند په خطر کې وینم. هیڅوک مې غږ نه اوري، ان دومره فکر نه کوي چې دا یوه مېرمن ده او لاسنیوی یې پکار دی. زه بېخي یوازې یم.»
افغانستان یوه دودیزه ټولنه ده او هغه مهال چې نجونې پکې د رشد او ودې پړاو ته رسیږي، نو د کورنۍ لخوا واده کیږي چې بالاخره دا چاره د دوی د کار او زدکړو پر وړاندې خنډونه ایجادوي.
عایشه وايي، د کورنۍ لخوا د دې غوښتنې خلاف یوې داسې کس ته واده شوه چې هغه یې له کار کولو منع کړه، په کور یې کېنوله او په خبره یې، له دې سره د دې د څو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې.
عایشه له خپل مېړه سره د ګډ ژوند په ترڅ کې هره ورځ په ذهني او فزیکي توګه شکنجه کېده، د خسرګنۍ په کور کې یې هره ورځ جنجالونه وو او هغه ورو ورو له خپل مېړه څخه د طلاق اخیستو ته مجبوره کېده.
د عایشې د تریخ ژوند کیسه بالاخره تر دې ځایه راورسېده چې هغه د خسرګنۍ لخوا د یوې جرګې په پایله کې چې سپین ږیري او مخور پکې وو، طلاق شوه. مګر دا وايي، چې پخوانی مېړه یې اوس هم تعقیبوي او د طالبانو تر څنګ نوموړې ته د پخواني خاوند له خوا هم ګواښونه وو.
۲۸ کلنه عایشه همداراز زیاتوي، د پخواني مېړه لخوا دې ته په اسلاماباد کې هم خطرونه متوجه دي او په خبره یې، دغه حالت یې روح او روان ته زیان رسولی او رواني وضعیت یې ورته ګډوډ کړی دی.
له عایشې سره د مرکې پر مهال د هغې اوښلنې سترګې او مړاوې څېره د نوموړې د تېر تریخ ژوند داستان لا ښه بیانوي او د هغې له وضعیت څرګندیږي چې له یو ډېر بد حالت سره لاس او ګرېوان ده.
دا ځوانه خبریاله اوس هم بهر ته د تګ شېبې شماري، خو د خبریالانو د ملاتړ له نړۍوالو بنسټونو په ځانګړې توګه له ( ار. اېس. اېف) سازمان سختې ګیلې لري. د دې په خبره د خبریالانو د ملاتړ سازمانونو او ځینو اشخاصو ورسره بهر ته د تګ ژمنې کړې، خو یوه یې هم عملي نه شوه او دا د دروغو ژمنې د دې سبب شوې چې دوی دلته په بل وطن کې ګڼې ستونزې وزغمي.
عایشه وايي: « که د خبریالانو د ملاتړ کوم بنسټ زما ملاتړ ونه کړي، زما برخلیک معلوم نه کړي، ښايي زه ژوندۍ پاتې نه شم، زه بېرته افغانستان ته نه شم تللی، هلته مې طالبان وژني، دلته مو پاکستاني پولیس ځوروي، پاکستاني پولیسو زما په وړاندې افغان کډوالې مېرمنې چې ماشومان یې په غېږ کې وو، زندان ته یوړې، زما هیله دا ده چې د خبریالانو ملاتړ سازمانونه زما برخلیک معلوم کړي.»
عایشه د اسلاماباد ښار په یوه برخه کې د خپل یوه هېوادوال په کور کې ژوند پيلوي خو وايي، چې د هغه کور د څېښتن ارادې ورته بدلې ښکاره شوې. نوموړې زیاتوي، یاد کس د هغې د عزت او حیثیت د لوټ کولو هڅه کوله. عایشه وايي، دې ته یې غیراخلاقي پيغامونه ليږل او په خبره یې د هغې صحنې په وریادېدو سره یې په وجود لړزه راځي.
دا زیاتوي:« هیچا درک نه کړم چې یوه ښځه یم، یوازې یم، کورنۍ مې نشته، اقتصادي مشکلات مې اوج ته رسېدلي. زه تر هغې وروسته دومره ناروغه شوم چې مرګ مې په سترګو ولید ان د قبر تر چورتونو ورسېدم. هغه ماته داسې غیراخلاقي پیغامونه ولیږل چې زه یې حیرانه کړم، بیا وروسته زه له هغه ځایه لاړم.»
عایشه اوس له یوه نامعلوم او ناڅرګند برخلیک سره مخ ده. اقتصادي ستونزو، امنیتي ګواښونو او بدرنګ ژوند د اسلاماباد له سوکالیو بېبرخې کړې ده او بهر ته د تګ په تمه شېبې شماري.
صدف د یوې بلې هغې افغانې خبریالې مستعار نوم دی چې له تېر یونیم کال راهیسې په اسلام اباد کې له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
هغه په ډېرې سختۍ له موږ سره خبرو ته حاضره شوه خو څرګنده یې کړه چې په جلاوطنۍ کې ددې ژوند سخت دی.
صدف۸ صبح ورځپاڼې ته وایي، هېڅ ځوانه نجلۍ چمتو نه ده چې له دې سره د شوې بې حیثیتۍ کیسه رسنیزه کړي، حتی د خپلې کورنۍ په ګډون نږدې ملګرو ته په دې اړه څه نه شي ویلی.
صدف زیاتوي:« که زما خپل او نږدې خپلوان یا زما کورنۍ له ما سره د شوې بې عزتۍ خبر شي، پرته له مرګه به بله سزا رانه کړي. زه په دې اړه له ډېر څه ویلو ډډه کوم، له دې سره زما مرګ او ژوند تړلی دی، زه نه غواړم چې حتی زما ډېر لرې خپلوان زما له دې بد حالت خبر شي.»
د عایشې په څېر یوه بله افغان خبریاله شکریه سعادت محمدي چې کلونه کلونه يې د افغانستان په مختلفو رسنیو کې دنده اجراء کړې، وايي د پاکستان په اسلاماباد ښار کې د ناڅرګند برخلیک سره مخ ده او د طالبانو له وېرې دغه ښار ته جلاوطنه شوې ده.
نوموړې وايي، تر اوسه یې هیچا لاسنیوی نه دی کړی، له یوې خوا یې اقتصادي ستونزې اوج ته رسېدلې، بلخوا د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند او زندان د استولو وېره ورسره ده او په خبره یې، بهر ته د تګ ناڅرګند برخلیک بله هغه اندېښنه ده چې دا ترې کړیږي.
شکریه خپله کیسه داسې کوي: « ځکه له هېواده راووتو چې هلته مو ژوند په خطر کې و، دلته هم ارام ژوند نه لرو، نه مو چا اقتصادي لاسنیوی کړی نه مو بهر ته د تګ لپاره غوښتنو کومه نتجه ورکړې او نه هم د کوم روښانه راتلونکي تمه لرو.»
دا وايي که د نورو هېوادونو جلاوطنه اتباع ځورول کیږي، خپل حکومتونه یې پوښتنه کوي، خو د دې په وینا د افغانانو د پوښتنې او ګروېږنې څوک نشته.
د خبریالانو ملاتړي افغان بنسټونه په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګندوي او ددې ستونزو دوام د خبریالانو پر زیان بولي.
د افغانستان د خبریالانو ملاتړ(اې جې اېس او/AJSO) سازمان ویانده او په تبعید کې افغان خبریاله مرضیه حفیظي وایي، د پاکستان اسلاماباد کې افغان ښځینه خبریالانې چې بهر ته د تګ په تمه دي، سختې ستونزې ګالي.
هغه د خبریالانو په ملاتړو بنسټونو او د بیان ازادۍ پر ملاتړو هېوادونو غږ کوي چې د دغو خبریالانو لاسنیوي ته راودانګي ګنې نو ډېری به یې یا ځانوژنه وکړي او یا به د مخدره توکو استعمال ته مخه کړي.
حفیظي زیاتوي، « دغلته مېشتې ډېری افغان خبریالانې پرته له کورنیو راغلې چې د پاکستان د قوانینو له مخې هغوی د استوګنې کور په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي. مالي ستونزې یې اوج ته رسېدلې، کار او دنده نه لري، د پاکستاني پولیسو لخوا ځورول کیږي او بهر ته د تګ کېسونه یې د نړیوالو بنسټونو لخوا یا ځنډول شوي یا دا چې د پروسې بهیر یې ډېر وخت نیولی دی.»
د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمېټه AJSC (Afghan journalists safety committee) په درېیمو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د ښځینه افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي او وايي په دې دوو هېوادونو کې نه یوازې ښځینه افغان خبریالانې پکې نارینه افغان خبریالان هم سختې ستونزې ګالي.
د یادې کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ وايي، دوی په پاکستان او ایران کې له شاوخوا ۶۰ خبریالانو سره مرستې کړې دي. نوموړی زیاتوي: «د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مرکزي دفتر چې بیرون دی، هغوی د یو شمېر افغان خبریالانو هم نارینه او هم ښځینهوو سره مرسته کړې ده، هلته اسلاماباد کې د خبریالانو یو بل ملاتړی بنسټ هم شته چې موږ ورسره رابطه کې یو او د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه کوو.»
هاخوا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ دفتر (نی) مشر ظریف کریمي په پاکستان او ایران کې د افغان ښځینه خبریالانو د ستونزو پخلی کوي او زیاتوي چې په پاکستانې مېشتې افغان خبریالانې روحي، رواني او اقتصادي ستونزو کړیږي.
کریمي زیاتوي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هېواد کې د شته ستونزو، ننګونو او محدودیتونو له کبله د ښځینه خبریالانو پر وړاندې خنډونه ډېر شول چې له کبله یې ګڼې افغان خبریالانې نورو هېوادونو په ځانګړې ایران او پاکستان ته جلاوطنه شوې.
هغه وايي، له دغو ښځینه خبریالانو سره تر یوه حده مرستې شوې خو په وینا یې دا مرستې د دوی ستونزه نه شي حل کولی.
کریمي وړاندې وايي:« پاکستان او ایران کې افغان ښځینه خبریالانې له روحي، رواني او اقتصادي ستونزو کړیږي، که څه هم د خبریالانو ملاتړو بنسټونو ددوی سره د مرستو لپاره هلې ځلې وکړې خو دا هلې ځلې کفایت نه کوي، زموږ هیله دا ده چې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه ددې خبریالانو لاسنیوی وکړي.»
تر دې وړاندې یوشمېر خبریالانو د رسنیو پر چارواکو نیوکه کړې وه چې د خپلو کارکوونکو پرځای يې د کورنۍ غړي او خپلوان بهرنیو هیوادونو ته لېږلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو نړیوال فډراسیون یا آی ایف جی د اګسټ په ۱۴ پر خپله ویبپاڼه په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي چې د افغانستان خبریالان په بد وضعیت کې دي او مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ ویلي، په پاکستان کې له مېشتو افغان خبریالانو سره یې د نغدي مرستو په ترڅ کې د پاکستان د خبریالانو فدرالي اتحادیې ته نږدې ۴۰ زره یورو په دې پار ورکړي چې په اسلام آباد کې دغو خبریالانو ته د اوسېدو ځایځایګی برابر کړي، خو پاکستان کې مېشت ډېری خبریالان وايي، له دوی سره چا مرسته نه ده کړې.
د یادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په زرګونو خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شول، چې کم شمېر یې د ښې راتلونکې په هدف د امریکا او کاناډا په ګډون یو شمېر لوېدیځو او اروپايي هېوادونو ته تللي، خو په سلګونو نور یې د پاکستان په ګډون د افغانستان په نورو ګاونډیو هېوادونو کې بې برخلیکه ژوند تېروي.