۸صبح کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې سیګار ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سوداګریزه هوکړه اجازه نه ورکوي چې هندي توکي د ځمکې له لارې افغانستان ته وارد شي.
سیګار شنبې د وږي په نولسمه په یوه ټویټ کې افغانستان ته د هندي توکو د وارداتو له کمښته خبر ورکوي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د نړیوال بانک د اټکلونو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له افغانستان سره د توکو د وارداتو او صادراتو کچه د تېر کال په پرتله له ۴۰ تر ۵۰ سلنې کمه شوې ده.
له بلې خوا، سیګار ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، ۸،۱ میلیون ټنه د ډبرو سکاره پاکستان ته صادر شوي چې ددغه محصول شپاړس سلنې زیاتوالي ښيي چې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوړه کچه ده.
سیګار ویلي چې دومره د ډبرو سکاره له هغو کانونو ترلاسه کېږي چې ماشومان پکې کار کوي.
د ډبرو سکاره هغه مهم کاني مواد دي چې په بې مخینې توګه د طالبانو له خوا پاکستان ته صادرېږي.