۸صبح، کابل: د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار د افغانستان مرکزي بانک د کنګل شویو شتمنیو د کارولو څارنې په هکله یو راپور خپور کړی دی.
سیګار د دوشنبې ورځ، مرغومي په ۱۸مه، د امریکا کانګرېس ته په یوه ۵۵ مخیز راپور کې، د طالبانو له لوري په سویس کې د افغانستان اماني صندوق څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سیګار په راپور کې راغلي، دغه صندوق له هغو فعالیتونو سره مالي مرسته نه ده کړې چې ګټه یې د افغانستان خلکو ته ورسېږي.
جان ساپکو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال ته په خپل راپور کې زیاته کړې ده: «که څه هم متفقالقول پرېکړو د تصویب لاره د صندوق پرریسک فعالیتونو ته د ننوتلو مخه نیسي، د صندوق څخه د طالبانو ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنې له منځه وړلو لپاره هېڅ د کنټرول میکانیزم نشته دی.»
د سیګار نوی راپور د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر په غوښتنه چمتو او مایکل مکال ته سپارل شوی دی.
سیګار د شکمنو مالي فعالیتونو د څارنې لپاره د یوه چارواکي په ټاکلو کې د طالبانو د رول په هکله هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه بنسټ په وینا، حیاتالله بدري چې د امریکا د نړۍوالو ترهګرو په نوملړ کې دی، اوس د دې ادارې چې د « فاینترکا» په نوم یادېږي، مشر ټاکي.
دا څانګه د افغانستان په مالي او بانکي سیسټم کې د غیرقانوني مالي فعالیتونو لکه د پیسو مینځلو او د تروریزم تمویل د څارنې او مخنیوي مسولیت پر غاړه لري.
ورته مهال، په سويس کې د افغانستان د وجهي صندوق د بورډ غړي شاه محمد محرابي په دې وروستيو کې ویلي چې دغه صندوق په تېرو ١٦ مياشتو کې ١٥٥ ميليونه ډالره ګټه کړې ده.
د هغه په وينا، د دغه صندوق ګټه د افغانۍ د ملاتړ او ساتنې لپاره کارول کېږي.
د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان له ۹ میلیاردو ډالرو ډېرې شتمنۍ د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي هېوادونو له لوري کنګل شوې او تر اوسه د دغو شتمنیو د خلاصون په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.