پرون د مارچ پر ۲۶مه خیبرپښتونخوا کې پر چینايي انجنيرانو ځانمرګی برید شوی چې پنځه چینايي انجنيران يې وژلي دي. دې کسانو د پاکستان پر یوه بند کار کاوه چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به پاکستان شاوخوا ۴ زره ميګاواټه برېښنا تر لاسه کړي.
په ۲۰۲۱ کال کې هم د دغې پروژې پر چینايي انجنیرانو برید شوی و، انګیرل کېده چې دا پروژه به په ۲۰۲۴ کال کې بشپړه شي؛ خو که امنیتي وضعیت دغه ډول ترینګلی وي، نو ښايي د پروژې د تکمیل وخت نور هم اوږد کړای شي.
پاکستان کې دا نه لومړی وار دی چې پر چینايانو برید کېږي او نه به وروستی وي. له هغه وخته چې پاکستان د میلیاردونو ډالرو قراردادونه له چینايي دولت سره لاسلیک کړل، پاکستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د ګډوډۍ خوا ته وړل شوی دی.
چین په سیمه کې یو لوی اقتصادي او نظامي ځواک دی، غربي هېوادونو په خاص ډول د امریکا متحده ایالات په اقتصادي ډګر کې له چین څخه ډېره وېره لري.
له دې کبله نه غواړي چې سیمه کې د چین د «سيپيک» پروژه بشپړه شي. د دغې پروژې بشپړېدل به هم پر چینايي اقتصاد غوره اغېز ولري او هم د پاکستان پر اقتصاد.
خو متحده ایالات چې چین په اقتصادي او نظامي ډګر کې خپل سیال بولي، هېڅ ځای داسې فرصتونه ورته نه پرېږدي چې چينايي اقتصاد ته ګټه وکړي او ورسره يې نظامي ځواک هم پياوړی شي.
پاکستان او افغانستان دواړه هغه هېوادونه چې همدا نن ګڼ چینايي شرکتونه پکې پر کار دي، لويې او وړې پروژې يې اخیستې دي او په همدې کې پانګونه کوي. لوېدیځ د متحده ایالاتو په مشري دلته د هر ډول اقتصادي پرمختګ مخنیوی کوي، څو يې د دوی دښمن ته ګټه ونه رسېږي.
دا ناامني د لوېدیځو هیوادونو په اشاره جوړېږي، تر شا يې ورسره عربي هېوادونه لاس لري څو د پاکستان د ګوادر بندرګاه د عربي متحده اماراتو سیال نه شي او د یوې نړۍوالې بندرګاه په جوړېدو سره هغه پانګه چې له دې لارې عربي هېوادونو ته وربهېږي، دغې سیمې ته راشي او دلته ور سره اقتصادي غوړېدا رامنځته شي.
دغه جګړه د لوېدیځو هیوادونو ده، د چین پر خلاف ده، خو زموږ د ناپوهي له کبله يې زموږ سیمه ډګر ده، زموږ د سیمې خلک يې د سون توکي دي، اقتصاد مو ورسره خرابېږي، امنیت مو ورځ تر بلې خرابېږي، سیاسي حالات ورسره خرابېږي او ټولنیزې چارې ترې اغېزمنېږي.
روانه جګړه کې د لوېدیځ یوازې پانګه مصرفېږي، زموږ هم پانګه وي، هم بشري قوه، هم خاوره او ورسره خوا کې ګڼ نور زیانونه.
پر چینايي کارګرو برید زموږ لپاره ښه خبر نه دی، دغه سیمه امن ته اړتیا لري، اقتصادي، سیاسي، نظامي او ټولنیز ټیکاو ته اشد ضرورت لري، له یوه بل سره همکاري ورته په کار ده، ښې اړیکې يې اړتیا ده، سوله او امن يې په ګټه دی، د غریبانو د خيټې مړولو لپاره دا لازمي ده چې د سیمې هیوادونه له یو بل سره هر اړخیزه همکاري ولري، جګړه د ټولې سیمې په تاوان ده، ان د اوږده مهال لپاره غرب ته هم تاوان کوي، خو انسان د خپلو وړو او لنډمهاله ګټو په ټس کې خپلې اوږدمهاله ګټې هر وخت له پامه باسي.
د سیمې امنیت خرابېدل د دغې سیمې د ولسونو لپاره یو شوم او کرغېړن خبر دی، د دوی ارام به ور سره ودرېږي، سوداګري به يې تاوان وکړي، یوه ګوله مړۍ به نه شي پيدا کولای، له ناچارۍ به نورو هېوادونو ته ګټه کېږي او شل نورې ستونزې به ورباندې نازلې شي. که دغه ولسونه هوښياري وکړي، نو پر خپله خاوره به دغه پردي ناولي جنګ ته د کېدو اجازه ورنه کړي.