۸صبح، کابل: کابل کې سرچینې وايي، وسلهوالو کسانو چې ځانونه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه ښوول، یو کور پلټلی او شتمني یې ترې وړې ده.
سرچینو دوشنبه د چنګاښ پر ۲۷ له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، چې تېره شپه وسلهوالو د کابل پنځلسمې حوزې د قصبې سیمه کې یو کور ته ننوتلي دي.
د سرچینو په خبره، کومو کسانو چې ځانونه یې طالبان ښوول، د کورنۍ غړو ته ویلي، چې دا کور مشکوک دی او باید وپلټل شي. سرچینې زیاتوي، چې هغوی د کورنۍ د ټولو غړو تلیفونونه وپلټل او له څو ساعتونو تلاشۍ وروسته یې د کور د مېرمنو زیورات او ۲۰۰ زره افغانۍ نقدې پیسې له ځان سره یووړې.
د سرچینو په خبره، د دغې کورنۍ غړو ویلي، چې د ژوندانه ټول شته یې له لاسه ورکړي او ان د خوړلو لپاره څه ورته پاتې نه دي.
د یادونې وړ ده، چې له څه مودې راهیسې کابل ښاریان له مشکوکو تلاشیو څخه شکایت لري او وايي، چې په بېلابېلو ناحیو کې غلاوې زیاتې شوې دي.
له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې غله د طالبانو له جامو په ګټې اخیستنې غلا کوي.
طالب مسوولانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.