ننګرهار کې د کرنې ریاست چارواکو وايي، چې تازه په ۶۰۰۰ جریبه ځمکه کې د سټروسو د بڼوالۍ چارې پیل شوي دي.
دا بڼوالي د «ننګرهار وادي کرنیز شرکت یا کانال» له لوري جوړېږي، چې تازه یې د رغولو چارې شخصي شرکتونو ته سپارل شوي دي.
د کرنیز شرکت مسوولین وایي، د بڼوالۍ په جوړولو کې سلګونو بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
مسوولین وایي، د شخصي شرکتونو له لورې به په ۶۰۰۰ زره جریبه ځمکه کې د بڼوالۍ دا چارې په بېلابېلو برخو کې بشپړې شي، چې په خبره یې د مالټو سربېره به د سټروسو نور بوټي هم کېنول شي.
د یاد کرنیز شرکت ویاند سیدهمایون غریبمل ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، اوسمهال د دې بڼوالۍ د ځمکو هوارولو کار پېل شوی دی.
غریبمل زیاته کړه: «دا د سټروسو باغونه چې نوي جوړېږي، د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند ځمکو کې دي، ټول مساحت یې ۶۰۰۰ جریبه ځمکه کې دی او دا ځمکې په بېلابېلو ځایونو او ولسوالیو کې دي.»
د نوموړي په خبره، د دې بڼوالۍ جوړولو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې ځینې به یې د جوړولو پرمهال بوخت او ځینې به د سټروسو د بڼوالۍ لپاره د اوږد مهال لپاره کار وکړي.
ننګرهار کې د سټروسو کورنۍ بوټو او بڼوالۍ ښه پایله ورکړې او هر کال د کانال اړوند باغونو څخه په ټنونو مالټې، لېمو او نور بازار ته وړاندې کېږي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال ننګرهار کې د سټروسو حاصل نېږدې ۱۲ زره ټنه اټکل شوی دی.
د کانال دا باغونه کروندګرو ته په اجاره ورکړل شوي دي، چې دوی هم ترې خوښ دي او له دې لارې خپلې کورنۍ په اقتصادي توګه حمایه کوي.
د مالټو ګڼ شمېر باغونه، چې د کانال اړوند فارمونو کې کرل شوي دي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې دي.
هر مهال چې د مالټو راټولو وخت شي، نو له لرو ولایتونو څخه خلک او ځوانان د سیل او مالټو خوړولو په موخه بټي کوټ ولسوالۍ ته ورځي.
خلک او د کرنۍ برخه کارپوهان په دې باور دي، که چېرې ننګرهار کې د سټروسو خاندان اړوند بڼوالۍ باندې لا ډېر کار وشي، نو هر کال به د پام وړ عواید د حکومت خزانې او د کروندګرو جېبونو ته لاړ شې.
په ټوله کې د ننګرهار کانال یا د ننګرهار وادي کرنیز شرکت یوه پروژه ده، چې د پخواني پاچا ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال پېل شوې ده او بېلابېلې برخې لري.
په دې پروژه کې د زیتونو فابریکه، د غواګانو فارم او ځينې نورې فابریکې هم شته، چې ګڼ شمېر کسان لا هم پکې په کار بوخت دي.