۸صبح، کابل: د طالبانو د پاسپورټ ریاست عمومي رئیس مولوي عبدالکریم حسیب د نیولو او بندي کېدو په هکله د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له خپرېدو وروسته د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی کندهار ولایت ته بلل شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبه د غبرګولي پر ۷مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې مولوي عبدالکریم حسیب د «ننګرهار د لاریونونو» په تړاو کندهار ته بلل شوی دی.
ورته مهال د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند د ننګرهار لاریونونو په هکله نور جزئيات نه دي ورکړي.
تېره ورځ په کندهار کې سيمهييزو سرچينو په دغه ولايت کې د طالبانو د پاسپورټ ادارې د عمومي رئیس مولوي عبدالکريم حسيب د نيول کېدو خبر ورکړی و.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې مولوي عبدالکریم، جمعه د غبرګولي پر ۴مه د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده له خوا له کابله کندهار ته بلل شوی او بیا بندي شوی دی.
د سرچينې په خبره، د طالبانو د پاسپورټ رياست عمومي رئیس له اختر مخکې هم د ملا هبتالله له خوا کندهار ولايت ته بلل شوى و؛ خو هغه مهال يې د رخصتۍ په عذر دغه ولايت ته له تګ ډډه کړې وه.
که څه هم د طالبانو د پاسپورټ ریاست د عمومي رئیس د نیول کېدو لامل نه دی څرګند؛ خو سرچینې ادعا کوي چې نوموړی د «اداري فساد او بډې اخیستو» له کبله نیول شوی او بندي شوی دی.