۸صبح، کابل: د طالبانو سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي، چې وزیران او د دولتي خپلواکو ادارو رییسان د ولایتي رییسانو د ګومارنې واک لري.
د طالبانو مرستیال ویاند نن پنجشنبه د مرغومي پر ۳۰ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې د طالبانو سرپرست حکومت د کابینې د مصوبې له مخې، د ولایتي رییسانو او خپلواکو ادارو مسوولانو انتخابول د وزیرانو او د اړوندو خپلواکو ادارو صلاحیت دی.
سمنګاني په ډاګه کړې، چې په ګومارنو کې د والیانو موافقت شرط نه دی.
د طالبانو سرپرست حکومت د کابینې له خوا د صلاحیت تفویض په داسې حال کې کېږي، چې تر دې مخکې په جمهوري نظام کې د ولایتي رییسانو ګومارنه او تبدیلي د ولسمشر صلاحیت و.
په پخواني نظام کې د ولایتي رییسانو تعیین د ازادې سیالۍ او د افغانستان ملکي خدمتونو کمېسیون په تفاهم د اړونده ادارې په وړاندېز کېده او ولسمشر يې د ګومارنې حکم لاسلیک کاوه.
تر دې وړاندې رسنیو په ځینو ولایتونو کې د دولتي کارکوونکو د ډله ییز ګوښه کولو خبرونه هم ورکړي دي.