طالبان په تېر یوه کال کې ونه توانېدل چې د امنیتي ګواښونو له پلوه د سیمې د هېوادونو اندېښنې لیرې کړي. ددې ډلې مشرانو څو ځله ټینګار کړی چې ترهګرې ډلې نه شي کولای د سیمې او له سیمې هاخوا هېوادونو د بریدونو له پاره د افغانستان خاوره وکاروي، خو سره له دې هم د سیمې هېوادونو او په نړیواله کچه په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې په اړه اندېښنې لا پر ځای دي.
په کابل کې د القاعدې د مشر اېمن الظواهري وژل کېدو یو ځل بیا د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې. د شانګهای د همکاریو سازمان غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو هم په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړه. له دې سره جوخت د امریکا متحده ایالاتو هم د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول داعش د له منځه وړلو په برخه کې خپلې هلې ځلې دوه برابره کړې دي.
د روسیې د دفاع وزیر په افغانستان کې مذهبي توندلاري، د نشه یي توکو قاچاق او له پولې هاخوا جنایتونه په لوړه کچه بللي دي. د اوزبیکستان د ملي امنیت شورا منشي ترهګري او توندلاري د یاد سازمان د غړو هېوادونو له پاره یو ستر ګواښ بللی دی او له افغانستان سره د ګډو پولو د کلکې څارنې غوښتنه یې کړې ده. په دې ناسته کې د هند د دفاع وزیر هم په افغانستان کې د ترهګرو له پاره د خوندي پټنځایونو د چمتو کیدو، د دوی د روزنې او مالي ملاتړ له پاره د زمینې برابرولو له امله اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه باید پر نورو هېوادونو د برید او یا هم د ویرې اچولو له پاره ونه کارول شي.
د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو نولسمه ناسته د وږي په دویمه د چهارشنبې پر ورځ د اوزبیکستان په کوربتوب په تاشکند کې جوړه شوې وه. ددې ناستې ګډونوال په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې او د ګډو پوځي تمریناتو پر ترسره کیدو سلا شول. دغه راز د یاد سازمان د غړو هېوادونو یو شمېر دفاع وزیرانو په افغانستان د روانو حالاتو په اړه اندېښنه وښوده او په دې هېواد کې یې ناوړه حالات د منځنځۍ اسیا او سیمې له پاره یو ګواښ وباله.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په ناسته کې د نړیوالو ترهګرو ډلو لکه داعش او القاعدې د فعالیتونو زیاتوالی د منځنۍ اسیا له پاره جدي امنیتي خنډ وباله. نوموړي وویل: « د وسله والو نښتو ترڅنګ، په افغانستان کې ټولنیز او اقتصادي حالت مخ په خرابېدو دی. د مذهبي راډیکالې ایډیالوژۍ تحمیلول، د نشه یي توکو قاچاق او له پولې هاخوا جنایتونه خپل اوج ته رسېدلي دي.»
له بل لوري د ازوبیکستان د ملي امنیت شورا منشي ویکتور محمدوف هم په افغانستان کې ترهګري او توندلاري د شانګهای سازمان غړو هېوادونو له پاره یو ګواښ بللی دی. ښاغلي محمدوف ټینګار وکړ چې د پولو څارنه باید پیاوړې شي. سربېره پر دې د هند دفاع وزیر راجنات سینګ وویل چې د افغانستان خاوره نباید پر نورو هیوادونو د برید او یا ویرې اچولو له پاره وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژلو وروسته د سیمې او نړۍ د هیوادونو اندیښنې له دې امله زیاتې شوې چې هسې نه افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو له پاره په خوندي پټنځي بدل شي او دغه راز له دې پېښې داسې جوته شوه چې د طالبانو او القاعدې شبکې ترمنځ اړیکې لا هم ټینګ دي. د القاعدې مشر په داسې حال کې څو ورځې وړاندې په کابل کې ووژل شو چې طالبانو د دوحې په تړون کې له امریکا سره ژمنه کړې وه چې د القاعدې په ګډون به له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي، خو په کابل کې د ایمن الظواهري په وژلو سره دا جوته شوه چې دې ډلې نه له القاعدې او نه هم له نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې دي او همدااوس هم په هېواد کې د سلګونو بهرنیو جنګیالیو کوربانه دي.
د روسیې اندېښنه
د راپورونو او د روسیې د دولت د چارواکو د څرګندونو له مخې د روسیې او طالبانو ترمنځ د دوستانه اړیکو څخه یوه لسیزه تېرېږي. مسکو د جمهوري نظام له نسکوریدو وړاندې او پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو پرمهال څو ځلې د طالبانو د مشرانو کوربه و.
روسیې د طالبانو له لوري د کابل د نیولو پرمهال د خپل سفارت دروازه ونه تړله او یو له هغو هیوادونو څخه و چې په مسکو کې یې د افغانستان د سفارت له پاره د طالبانو دیپلوماتان ومنل او د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو غوښتنه یې وکړه. خو د شانګهاي سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې ددې هېواد د دفاع وزیر سرګي شویګو په افغانستان د نړیوالو ترهګرو سازمانونو له هغې ډلې د داعش او القاعدې د فعالیتونو پراختیا د منځنۍ اسیا د امنیت له پاره یو ستر ګواښ وباله.
د هند اندېښنه
هند د تېر کال د زمري په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم له طالبانو سره خپل دیپلوماتیک اړیکې په ټپه ودرولې. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د ترهګریزو فعالیتونو له پاره د افغانستان د خاورې کارول «باالقوه اندیښنه» وبلله، خو په قطر کې له لس میاشتنیو پټو خبرو اترو وروسته یې له طالبانو سره د تعامل په موخه یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راواستاوه. دا فني پلاوی په کابل کې د هند په سفارت کې له نږدې له طالبانو سره د تعامل په اړه پر خبرو اترو لګیا دی.
د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو له پاره د خوندي پټنځایونو او روزنې له پاره د زمینې د برابرولو له امله اندېښنه ښودلې ده. ویل کېږي چې د هند دولت افغانستان د پاکستان پر وړاندې د فشار وسیله بولي او برعکس د پاکستان پالیسي بیا د ځان پر وړاندې ستره ضربه په ګوته کوي. له همدې امله له افغانستان سره اړیکه ورته زیات ارزښت لري.
تاجکستان
تاجکستان تل د افغانستان له خاورې منځني اسیا ته د ورپیښ ګواښ له امله اندېښمن دی. د دې هېواد ولسمشر امام علي رحمان په بېلابېلو ناستو کې د توندلارۍ، نشه يي توکو د قاچاق، وسلو او سازمان شویو جرمونو د پراختیا په اړه خبرداری ورکړی دی. نوموړي د ډله ییز امنیت تړون په سازمان کې ویلي دي: « د داعش، القاعدې، انصارالله او حزب تحریر زرګونه غړي د افغانستان له زندانونو ازاد شوي دي.» تاجکستان په تېر یوه کال کې له افغانستان سره په پوله له روسیې ځواکونو سره په ګډه پوځي تمرینونه ترسره کړي دي او د افغانستان له خاورې څخه پرې توغندیز بریدونه هم شوي دي.
د افغانستان له خاورې پر تاجکستان د راکټي بریدونو پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.
ازبکستان
ازبکستان څو ځله په تاشکند او ترمز کې د طالبانو د پلاویو کوربه و او د دې ډلې د سیمه ییزو ملاتړو څخه ګڼل کېږي، خو سره له دې هم په تېر یوه کال د افغانستان له خاورې پرې درې ځلې توغندي توغول شوي دي. په دې وروستیو کې د زمري پر ۳۰مه د یکشنبې په شپه د دې هېواد د پوله ساتو او ناپیژاندو وسله والو ترمنځ په نښته کې چې د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ په پوله کې وشوه، دوه تنه مړه، څلور تنه ټپیان او څو تنه نور ژوندي ونیول شول.
طالبانو پېښه ومنله، خو ویې ویل چې د سیمې خلک په شپه کې د شیرین بیان بوټي د غونډولو له پاره سیمې ته تللي و او د ازبکستان له پوله ساتو سره یې نښته کړې ده. خو د یاد هیواد د ملي امنیت شورا منشي ویکتور محمدوف بیا د شانګهاي همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې په افغانستان کې ترهګري او تندلاري د یاد سازمان د غړو هیوادونو له پاره یو ګواښ بللی دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن بیا وايي چې په افغانستان کې د زرګونو امریکايي سرتیرو پرته واشنګټن په یاد هیواد کې د ترهګریزو ګواښونو له منځه وړلو ته دوام ورکوي. د فاکس نیوز تلویزیون د راپور پر بنسټ، ښاغلي بایډن د تیر لمریز کال د زمري په میاشت کې د تخلیې د پروسې پرمهال د کابل د هوايي ډګر د خونړي برید په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل: « زما دولت هغه ترهګر چې امریکا ته د زیان اړولو تکل لري، نه پرېږدي، هر ځای چې وي هغه به تعقیب کړي.» ددې راپور له مخې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر زیاته کړه، د کابل هوايي ډګر سره نږدې له خونړي برید وروسته امریکا د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې په نړیواله کچه مبارزه دوه برابره کړې ده. بایډن په خپله وینا کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یاد هیواد ژمنتیا وښودله.
د طالبانو مخالفې سیاسي څېرې دا ډله اوس هم ترهګره ډله بولي. د دوی په باور، تر هغې چې طالبان په واک کې وي، په افغانستان کې به د ترهګرو د شتون په اړه د افغانستان د وګړو، ګاونډیو هېوادونو، نړیوالو اندیښنې پر خپل ځای وي.
د سولې د عالي شورا پخوانی ویاند مجیب الرحمن رحیمي له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « واک ته د طالبانو په راستنېدو سره حکومت د یوې ترهګرې ډلې لاس ته د لویدو په مانا دی د ترهګرو ډلو شتون د نړیوالې سولې او امنیت له پاره یو جدي خطر بلل کیدای شي.
کله چې حکومت او هېواد ددې ډلې یا هم د یوې ترهګرې ډلې لاس ته ورشي، نو د خطر کچه څو برابره زیاتیدای شي.» ښاغلی رحیمي زیاتوي چې طالبان له سیمه ییزو او نړیوالو خطرناکو ترهګرو ډلو سره نه شلیدونکی تړاو لري. د نوموړي په وینا، واک ته د طالبانو په رسېدو سره افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په ځاله بدل شوی دی. د طالبانو دا مخالف وايي چې په اوسمهال کې د ازبکستاني، تاجکستاني، چچیني او د چین د ایغور ترهګرو ډلو شتون د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو، روسیې او چین له پاره یو ستر ګواښ دی.
د سولې عالي شورا پخوانی ویاند زیاتوي چې روسیه او چین د سیمې د دوو سترو لوبغاړو په توګه له افغانستان څخه احتمالی خطر په ښه ډول درک کوي؛ خو له امریکا سره د ستراتیژیکو سیالیو له امله له طالبانو او د هغوی د یاغیګریو ملاتړ کوي. د نوموړي په وینا، له افغانستان نه د ناټو او امریکايي ځواکونو په وتلو سره اوسمهال تر بل هر وخت زیات د ترهګرۍ خطر منځنۍ اسیا، روسیې او چین ته متوجه دی.
نو له دې امله روسیه او چین اړ دي چې د ترهګریز کړکیچ د مخنیوي مدیریت ته مخ کړي. د دوی د هیلې برخلاف د طالبانو په سیاست او دریځ کې تر دې مهاله کوم بدلون نه دی راغلی او طالبان له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پرېکولو ته چمتو نه دي او نه هم په دې برخه کې کړې ژمني عملي کوي.
په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر اېمن الظواهري وژل کېدل ددې خبرې ښکارندوی او دا په ډاګه کوي چې طالبان له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پرېکولو ته حاضر نه دي او د افغانستان له پولو هاخوا پروګرامونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره ژمنه کړې چې له ترهګرو ډلو سره یې خپل اړیکي پرېکړي او هېڅ هېواد ته د افغانستان له خاورې خطر متوجه نه دی. په دې نږدې وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د اېمن الظواهري وژنه د امریکا ادعا وبلله او ویې ویل چې هغوی تر اوسه پر دې نه دي توانېدلي چې د القاعدې شبکې د مشر مړی پیدا کړي. ذبیح الله مجاهد په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ، د افغانستان پر هوايي حریم د امریکايي ځواکونو تېری بللی دی. د نوموړي په وینا، امریکا لا هم د افغانستان پر هوايي حریم تېري ته دوام ورکوي او د افغانستان پرفضا تجاوز کوي.»
سره له دې چې طالبانو تل ژمنه کړې چې دې ډلې له نورو ترهګرو ډلو سره خپل اړیکي پرې کړي او اجازه به ورنه کړي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ پر هېوادونو بریدونه وکړي، خو د روسیې، چین، هند، تاجکستان، ازبکستان او نړۍ اندېښنې لا هم پر ځای دي، دا هغه څه دي چې پر طالبانو یې د نورو دولتونو باور له منځه وړی دی.