طالبانو په وار وار ویلي چې د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او رامنځته شوي کړکېچونه د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کوي؛ خو په عمل کې داسې ښکاري چې په وار وار سرحدي ستونزې د پوځي نښتو او د خلکو او ترانزیت پرمخ د لارو د بندېدو لامل کېږي. ورته مهال، د چارو کارپوهان بیا وايي چې ایران او طالبان په خپل سیاست کې د سرحدي کړکېچ او نښتو غوښتونکي نه دي او دا بیا د خپلمنځي اختلافاتو، له سرحدي پولو سره د طالب پولهساتو نااشنايي او د دغې ډلې په سیسټم کې د سلسلهمراتبو د نشتوالي له کبله رامنځته کېږي. ځيني کارپوهان باوري دي چې د افغانستان ګاونډي به له طالبانو سره د باور وړ شریک په توګه چلن ونه کړي او دغه راز طالبان به په سیمه کې د خپل ځواک ښودلو لپاره د فشار د یوې وسیلې په توګه د اورپکو او جهادي ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي.
طالب پولهساتو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په سرحدي سیمو کې له ایراني او پاکستاني پولهساتو سره نښتې کړې دي. تازه طالب پولهساتو یو ایرانی پولهساتی بېوسلې کړی او افغانستان ته یې راړولی دی. طالب مخالفو د دغه ایراني عکس په خپرولو د دغه هېواد سیاستوالو ته له طالبانو د سره د تعامل په اړه طعنه ورکړې او طالب موافقو بیا دا د طالبانو د ځواک نښه بللې ده. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو ۲۴ میاشتو کې ۱۲ وارې له ایراني پولهساتو سره نښتې کړې دي چې دواړو خواوو ته یې مرګ او ژوبله هم اړولې ده.
طالبان یوازې له ایراني پولهساتو سره نښتې کړې نه دي؛ بلکې په وار وار پر کرښه له پاکستاني پولهساتو سره هم نښتې دي. څو ورځې وړاندې طالب پولهساتي او پاکستاني ملیشو د خوست د علي شېر ولسوالۍ په ببرک سیمه کې پر یو بل ډزې کړې دي.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د پاکستان او طالبانو اړیکې سړې وې. که څه هم نظامي کارپوهان بیا د طالبانو پر وړاندې د پاکستان دا ډول چلن تکتیکي بولي؛ خو اسلاماباد له طالبانو د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک په اړه معنالرونکی ځواب ترلاسه کړی نه دی. دغه راز پر تحریمونو د امنیت شورا د ارزونې ګروپ په پرلپسې راپورونو کې ښکاري چې «ټيټيپي په افغانستان کې له نورو ټولو افراطي بهرنیو ډلو د طالبانو له واکمنۍ ګټه وړي.»
که څه هم طالبانو په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارېږي؛ خو بیا هم په دې برخه کې سیمې او نړیوالې ټولنې نیوکې کړې دي. تازه د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان احمدعلي ګودرزي ویلي چې یوه «ترهګره» ډله چې د دغه هېواد خاورې ته د ننوتو نیت یې لاره، د نهبندان په سرحدي سیمه کې د ایراني پوله ساتو له خوا نیول شوې ده.
ځينو ایراني رسنیو د دغه هېواد د پولهساتو ځواکونو قوماندان په حواله راپور ورکړی چې دغو ترهګرو غوښتل له افغانستان څخه د ایران خاورې ته ننوځي. دغه ایراني قوماندان ادعا کړې چې یو شمېر بلواګر له نښتو وروسته نیول شوي چې د ماین، ریموټ کنټرول، جنګي مهمات او د شپې دوربیننونه ترې ترلاسه شوي دي.
د ایران د پولهساتو ځواکونو قوماندان زیاته کړې چې د دغو ترهګرو ځینې یې له ایراني پولهساتو سره د جګړې پرمهال ټپيان شوي او د افغانستان خاورې پر لور تللي دي. طالبانو بیا د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان دغو ادعاو په اړه څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې ډیليبیست ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالبان له القاعده او پاکستاني طالبانو سره د اړیکو ساتلو سربېره هڅه کوي ځان له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د دوامداره نړیوال شریک په توګه وپېژني. دغې ورځپاڼې ادعا کړې چې طالبانو په افغانستان کې ملېشو ډلو ته د تحرک، استخدام او روزنې اجازه ورکړې ده.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یو راپور کې ویلي و چې داعش په چټکۍ له افغانستانه د بریدونو ترسرواي ته تیاری نیسي. د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې داعش په سیمهییزه کچه د استخدام او له عربو او افریقايي هېوادونو څخه افغانستان ته د جنګیالیو د استولو لړۍ زیاته کړې ده.
د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د افغانستان له تاریخي پېښو څخه د خپلو سویلي ګاونډیو سره د نږدېوالي، کلتوري او تاریخي اړیکو او قومي تړاو له امله اغېزمن شوي دي.
د چارو کارپوهان بیا د ګاونډیو په تړاو د طالبانو بهرنۍ پالیسي ناکامه او له جهادیزم حس څخه راټوکېدلې ګڼي. د هغوی په خبره، د افغانستان لپاره د اغیزناکې بهرنۍ پالیسۍ رامنځته کول هغه ده چې د پولو پر ساتنې، د سوداګرۍ پر پراخېدنې، د مخدره توکو او انساني قاچاق سره په مبارزې او اوبو پورې اړوند شخړو ته رسیدګي وکړي چې دا یوه هم په طالبانو کې نه ښکاري.
د طالبانو او د افغانستان د ګاونډیانو ترمنځ سرحدي کړکېچ، له پاکستان سره وسلهوالې نښتې، له افغانستان څخه پر ازبکستان او تاجکستان د راکټونو توغول او له ایران سره روانې سرحدي نښتو څخه ښکاري چې ښايي ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره اوږدمهاله ملګرتیا ونه پالي. ګاونډیان به په سیمه کې له طالبانو سره د باور وړ شریک په توګه چلن ونه کړي. دغه راز ښايي طالبان په سیمه کې د خپل ځواک د ښودلو لپاره د فشار یوې وسیله په توګه د ترهګرو او جهادي ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.
پخوانی ډيپلوماټ عظیمالله ورسجي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې طالبان د پاکستان د امنیتي او نیابتي ځواکونو په توګه په افغانستان کې عمل کوي؛ خو د دغې ډلې لوړپوړي چارواکي عامه افکارو ته د قناعت ورکولو په موخه د ډیورنډ خبره او د پخوانی چارواکو په څېر په ظاهري ډول پاکستان ضد پالیسۍ لړۍ تکراروي. ورسجي زیاتوي، د پاکستاني طالبانو په تړاو پیچلې خبره دا ده چې که څه هم دغه ډله وغواړي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو مخه ونیسي؛ په خبره یې، وړتیا یې نه لري او دویم د قوم، ژبې، ایډیولوژۍ او د تېرو شلو کالو همکاري دا حق نه ورکوي چې خپل پخواني همسنګران له منځه یوسي. د نوموړي په خبره، سرحدي نښتې د طالبانو ترمنځ د بېنظمۍ او داخلي اختلافاتو ښودنه کوي.
ښاغل ورسجي ټينګار کوي چې د طالبانو په تړاو د ایران نظر تر ډېره ابزاري او تکتیکي دی او په خبره یې، دغه هېواد له طالبانو سره له ایډیولوژیکي، مذهبي او کلتوري اړخه ستراتيژیک اختلاف لري او دواړوه لوري د یو بل هیلې نه شي پوره کولای.
بلخوا، د منځي ختیځ کارپوه مهرداد فرهمند له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وايي چې ایران او طالبانو له یو بل سره د کړکېچ او نښتې غوښتونکي نه دي. د نوموړي په خبره، اوسني حالات دا ایجابوي چې دا دواړه له یو بل سره په سولهییزه بڼه چلن وکړي. ښاغلی فرهمند زیاتوي چې سرحدي کړکېچونه د ایران او طالبانو راهبردي پالیسي نه ده؛ بلکې په وینا یې. پر لویدیځو پولو د طالبانو د نه کنټرول له کبله رامنځته کېږي. نوموړي د طالبانو اوسني وضعیت ته په اشارې ټينګار کوي چې له افغانستان سره جګړه ګټونکی نه لري او په وینا یې، د ایران لپاره معقوله او ښه لاره دا ده چې له طالبانو سره له زغمه کار واخلي.
د منځني ختیځ دا کارپوه زیاتوي چې د ایران او طالبانو ترمنځ ایډیولوژیکي مسایل د دواړو خواوو د اړیکو ترمنځ چندان ارزښت نه لري؛ که څه هم په خبره یې، ځينو ایراني سیاستوالو طالبان امریکا ضد ځواکونه بللي دي. نوموړی زیاتوي: «په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر زیاتوالي ایران زیانمن کړی دی. دا یوه لامل دی چې ایران د طالبانو پر وړاندې په احتیاط چلن وکړي او خپله پالیسي د یو بل منلو پر بنسټ جوړه کړي؛ نه د کړکېچ پر بنسټ»
طالبانو له هر کړکېچ وروسته اعلان کړی چې پوځي نښتۍ په سیاسي هڅو پای ته رسېدلې دي او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې کوم ګواښ نه شته.