۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې یې له هغو ۲۲۱ کورنیو سره مرسته کړې چې د ځکمې ښوېدنې په پېښه کې زیانمنې شوې وې.
اوچا دوشنبه د کب پر ۲۱مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې مرستو کې خواړه، بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکي دي.
نوموړي دفتر ویلي چې دا مرستې د دغه بنسټ د شریکانو له لوري پر زیانمنو شویو کورنیو وېشل شوې دي.
تېره میاشت د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په «نکره» دره کې د درنې واروې ورښت له کبله ځمکه ښوېدلې وه.
اوچا په دې پېښه کې د مړو شویو شمېر ۲۱ کسان ښودلی و.
تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغمږۍ ادارې یا اوچا ویلي په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي چې په خبره یې، تر نیمايي ډېرې يې نجونې او مېرمنې دي.