۸صبح، تخار: د تخار له مرکز تالقان ښار څخه ځایي سرچینې وايي، چې په دغه ښار کې د طالبانو د غړو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
تخار کې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د طالبانو د تالقان ښار د ۴ حوزې او استخباراتو ځواکونو ترمنځ سخته نښته دوام لري.
د سرچینو په وینا، په دې نښته کې چې د تالقان ښار په مرکز پل شیخ سیمه کې پیل شوې، دواړه لوري سپکې او درنې وسلې کاروي.
تر اوسه د دې نښتې د تلفاتو د شمېر په اړه کره معلومات نشته.
تر دې مخکې هم په تخار او نورو ولایتونو کې د طالبانو په خپل منځ کې سختې نښتې شوې دي.