۸صبح، کابل: طالب پلوه ډيپلوماټه ذکیه وردګ چې د هند په بمبۍ کې د افغانستان د جنرال قونسلې په توګه دنده ترسره کوي، په هغه هېواد کې د ۲۵ کیلوګرامه سروزرو د قاچاق په تور نیول شوې ده.
«ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې شنبه د غويي پر ۱۵مه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ذکیه د ممبۍ په هوايي ډګر کې نیول شوې ده.
د راپور پر بنسټ، ذکیه وردګ دا اندازه سرهزر له دوبۍ څخه هند ته قاچاقول.
طالب پلوه دې ډيپلوماټې د سروزرو ۲۵ خښتې چې هرې یوې یې یو کیلوګرامه وزن لرلو، په «ځانګړي ترتیب شوي جاکټ، د زنګون ساتونکي، کمربند او په خپلو جامو کې پټې کړې وې چې د فزیکي پلټنې پرمهال نیول شوې ده.»
په راپور کې راغلي: «ذکیه وردګ د ډیپلوماټیک پاسپورټ د لرلو له کبله چې د ډيپلوماټانو خوندیتوب کوي، نه ده نیول شوې؛ خو له دې افغان ډيپلوماټې دوبۍ څخه بمبۍ ته د سروزرو د قاچاق په هکله پلټنې روانې دي.»
د دغه راپور پر بنسټ، ذکیه وردګ د افغانستان سیاسي پاسپورټ څخه په ګټېاخیستنې پر قاچاق لاس پورې کړی دی.
ذکیه وردګ د هېواد پخواني ولسمشر محمداشرف غني له خوا د هند په ممبۍ ښار کې پر دنده وګمارل شوه؛ خو هغه لومړنۍ «ښځینه ډیپلوماټه» وه چې له طالبانو سره یې بیعت وکړ او د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ چارې مخته وړي.