۸صبح، فراه: په فراه، هرات، غور او غزني ولايتونو کې سيمهييزې سرچينې وايي چې په دغو ولايتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله درې کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د فراه ولایت سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې جمعه د غويي پر ۱۴مه د دغه ولایت په اناردرې ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له کبله یو تنکی ځوان مړ شوی دی.
د دې سېلاب په پایله کې تر ۲۵ زیاتو استوګنیزو کورونو او سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې ته زیان رسېدلی دی.
د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په «یک دوکان» کلي کې هم یو ۸ کلن ماشوم د سېلاب راوتلو پېښه کې مړ شوی.
ورته مهال د مرغاب غور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې سېلاب د دې ولسوالۍ په بازار کې شاوخوا ۵۰ دوکانونه ویجاړ کړي دي.
د میدان وردګ ولایت طالب سیمهییز مسوولاهم وايي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په «طویکي» کلي کې پرون د سېلابونو راوتلو له کبله یوه ښځه مړه شوې او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده چې له دوو ورځو راپدېخوا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بارانونه ورېږي.