۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د نغلو، سروبي او ماهیپر په بندونو کې د برېښنا د تولید کچه لوړه شوې ده.
یاد شرکت دوشنبه د وري پر ۲۷مه په دغو بندونو کې د برېښنا د تولید زیاتوالي لامل په هېواد کې وروستي ورښتونه بللي دي.
د طالبانو په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغو درېیو بندونو کې یو زرو او ۳۶۰ میګاواټه برېښنا زیاته شوې ده.
دا سېلابونه د ځاني او مالي زيانونو د اړولو ترڅنګ د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ټرانسپورټي لارو د تړل کېدو لامل هم شوي دي.
تېره ورځ طالبانو اعلان وکړ چې په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله ۳۳ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.