د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامونیم جیشنکر د ایران له خوا په نیول شوې بېړۍ کې د دغه هېواد د ۱۷ تنو خدمه کارکوونکو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ایرنا راپور پر بنسټ، جیشنکر یکشنبه د اپرېل پر ۱۴مه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره ټیلیفوني خبرېاترې کړې دي.
سوبرامونیم جیشنکر د ایران د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي چې د «هندي خدمه پرسونل وضعیت» په هکله له هغوی سره همکاري وکړي.
ورته مهال، امیر عبداللهیان ویلي: « د نیول شوې بېړۍ د جزئیاتو څېړلو په حال کې یو او ډېر ژر به د هند حکومت له استازو سره د دې بېړۍ د خدمه پرسونل د لیدو زمینه برابره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې شنبه د اپرېل پر ۱۳مه رسنیو د هرمز تنګي ته څېرمه د ایران سپاهپاسداران له خوا د یوې باروړونکې بېړۍ د نیولو خبر ورکړ.
د اېماېسسي شرکت یو ویاند چې د بېړۍ د سمبالښت مدیریت پر غاړه لري، ویلي چې دا کښتۍ ۲۵ کارکوونکي لري او د بیرته راګرځولو هڅې يې روانې دي.