۸صبح، کابل: په بغلان کې د طالبانو کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ویلي چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ د څاګانو، چینو او اوبو رسولو شاوخوا ۳۰۰ سرچینې هم ویجاړې کړې دي.
باختر خبري اژانس چهارشنبه د غبرګولي پر ۹مه په بغلان کې د کلیو او پراختیا ریاست په حواله راپور ورکړی چې د د دغو سرچینو ډېری یې په برکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې دي.
نوموړي ریاست زیاته کړې چې د اوبو ویجاړو شویو ټولو سرچینو سروې شوې او د بیارغونې لپاره مرستندویه بنسټونو ته سپارل شوې دي.
د راپور په حواله، له مالي بندوبست وروسته به د دغو سرچینو د بیارغونې چارې پېل شي.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو لامله راوتلو سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
وړمه ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق ویلي چې د روان کال د غبرګولي له څلورمې تر شپږمې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د راوتلو سېلابونو لامله ۲۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان دي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم ویلي چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو لامله د اوبو رسونې ځينې شبکې زیانمنې شوې دي.