د طالبانو امیرالمومنین هغه ته په منسوب غږیز پيغام کې چې ګویا د ملایانو په ناسته کې یې ویلی، ټینګار کوي چې جګړه يې پای ته نه ده رسېدلې او د سنن ابوداوود د یوه حدیث عبارت روایت کوي او وايي: «ما سالمناهن مند حاربناهن»، یعنې له هغې ورځې چې يې جګړه پيل شوې، پخلاینه نه وه پکار. ځینې ګومان کوي، چې دې وینا تبلیغاتي اړخ درلود او د امریکایانو د وېرولو او په دوحه کې له هغوی د باج اخیستلو لپاره یې کړې، په دې تصور چې د امریکایانو پر وړاندې يې د زورګويۍ سیاست ښه پایله لري. طالب ملایانو هوډ کړی، چې د ایران د ملایانو تګلاره خپله کړي، چې لا زیات امتیازات ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، که دا موضوع لږ نوره هم وشنل شي، وبه لیدل شي، چې په سیاسي بحثونو کې تاکتیک او ستراتيژي یو له بل څخه بېلې دي او د دغو دواړو په تفکیک سره، د یوه سیاسي بهیر پر موخو پوهېدل اسانوي. طالبان د نورو مذهبي بنسټپالو په شان، نه پر دولت – ملت مقولې باورمن دي او نه هم پر هغو پولو چې د یوه هېواد ملي جغرافیا جوړوي. دا ډله ځان د امت لویه کتله ګڼي او باورمن دي، چې د اسلامۍ نړۍ ترمنځ کرښې د استعمار په لاس راکښل شوې دي. هغوی نن سبا هر یو اسلامي هېواد لوی ایالت ګڼي چې په راس کې يې باید یو امیرالمومنین وي، چې تر لاس لاندې یې د فتوحاتو نوی پړاو پيل شي.
له بلې خوا، پوهېږي چې له دغه ارمان سره اوږد واټن لري او د دې کار لپاره، له داعش او حزب التحریر ماسوا، غوره ګڼي چې اوس اوس یې پټه کړي، چې د نورو غوسه ونه پارېږي. هغوی د اوږدمهالو ارمانونو د رښتیاینې لپاره، منظمو پروګرامونو ته اړتیا لري او غواړي د طالبانو مختلف ګروپونه، القاعده، بوکو حرام، حزب التحریر او د پاکستان بنسټپالي افسران سره یوځای کړي او د یوه بل متحدان پاتې شي.
د طالبانو د امیرالمومنین خبرې دې موخې ته ماناواله اشاره وه او مخاطب یې مخکې تر دې چې امریکایان وي، په حقیقت کې په ټولې نړۍ کې توندلارو ډلو ته اشاره وه. هغه پوهېده، چې له ختیځ تر لوېدیځه یې پلویان کلمې کلمې ته ځير دي او د دې پر ځای چې اکو – پولټیک اړخ ته یې پام وکړي، د ایمان او باور له زاويې ورته ګوري او د خپل جهاد لپاره ترې الهام اخلي. هغه اوس له اسامه بن لادن او ابوبکر البغدادي څخه مهم دی، ځکه چې د یوه هېواد قلمرو او دولتي امکانات يې په لاس کې دي او له بلې خوا له روسيې، چین او امریکا سره پر تعامل بوخت دی. دا په معاصر تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د یوې ترهګرې ډلې مشر ورته مقام ته رسېږي. هغه په خپلې وینا سره د دوی هم پيمان سازمانونو غړو ته دا پيغام ورساوه، چې د هغه سوله تاکتیکي سوله ده؛ خو جګړه يې ستراتیژيکه او غځېدونکې ده.