۸صبح، کابل: د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، ایران غواړي له افغانستان سره د پولې په ۲۰ کیلومترۍ کې ګډ ازاد بازار جوړ کړي.
دغه وزارت نن سه شنبه د سلواغي پر ۲۵ یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د افغانستان په چارو کې د ایران له سفیر او ځانګړي استازي محمد حسن کاظمي قمي سره وکتل.
د طالبانو د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، ښاغلي قمي په دې کتنه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د ښاغلي قمي په وینا، ویل شوي چې په سرحدي سیمه کې د ازاد بازار رامنځته کېدل د پولې د دواړو غاړو د اوسېدونکو لپاره د سوداګرۍ او کارموندنې د زیاتوالي لامل کېږي.
د ایران استازي له دلاور سره د کتنې پر مهال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته د خپل هېواد پر چمتووالي هم ټینګار کړی دی.
ایران چې د لوېدیځ تر سختو بندیزونو لاندې دی، داسې ښکاري چې د دې بندیزونو د مخنیوي لپاره یې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بازار ته سترګې پټې کړې دي.