۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي چې داعش د افغانستان، سیمې او نړۍ «دښمن» دی او هېڅوک باید د دغې ډلې د پیاوړي کېدو هڅه ونه کړي.
عبدالکبير دا څرګندونې شنبه د وري پر ۱۸مه په کابل کې د يو شمېر هېوادونو له سفيرانو، د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې استازو سره د روژهماتي په یوې مېلمستيا کې کړې دي.
هغه یو ځل بیا ادعا کړې چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی.
د طالبانو ارګ د عبدالکبیر له قوله په اېکسپاڼه کې لیکلي، هغه په دې ناسته کې ټینګار کړی چې یو شمېر سیمهییزې او نړۍوالې کړۍ په افغانستان کې داعش ته تبلیغات کوي.
د هغه په خبره، د طالبانو رژيم له ټولو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي.
یاد طالب چارواکي یو ځل بیا ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د دغې ډلې تر واک لاندې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو څو میاشتو کې په ایران او روسیې کې د داعش له بریدونو وروسته یو شمېر هېوادونو د دغې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو په هکله اندېښنه ښودلې ده.
تېره اوونۍ د امریکا د سولې انسټیټیوټ یو جګپوړي کارپوه اسفندیار میر ویلي وو چې د داعش خراسان څانګې وغوښتل څو مسکو ته څېرمه برید سره نړۍ ته وښيي چې د نړۍ په هر ځای کې د برید کولو وړتیا لري.
څو ورځې دمخه د امریکا مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر جنرال کېنټ فرانک مککنزي خبرداری ورکړی و چې د داعش خراسان څانګه غواړي امریکا په نښه کړي.
د هغه په خبره، داعش ډله پر امریکا برید ته ډېره لېواله ده او د بایډن اداره باید د دغې ډلې پر ګواښونو باور وکړي.