۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې په کابل ښار کې د یوې کورنۍ د درېیو غړو د وژل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه شنبه د وري پر ۱۸مه د شپې مهال د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د «ببرک څلورلارې» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د دې پېښې په قربانیانو کې خاوند، مېرمن او زوی شامل دي.
دا کسان په خپل کور کې د چړو پر ګوزارونو وژل شوي دي.
تراوسه یې د وژنې لامل نه دی په ډاګه.
طالبانو هم تراوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د مرموزو وژنو پېښې بې ساري ډول زياتې شوې دي.
جمعه د وري پر ۱۷مه د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د میدان وردګ د تخنیکي انسټیټوټ یو استاد په مرموز ډول ووژل شو.