۸صبح، کابل: د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بې پيلوټه الوتکو د ګزمې په هکله د راپورونو له خپرېدو وروسته، د طالبانو مشر هیبتالله اخوندزاده د نوم له اشارې پرته وايي چې دا ډله تمه لري څو د «افغانستان حریم، ګټو او عزت» ته جدي پاملرنه وشي.
د طالبانو مشر شنبه د وري پر ۱۸مه د کوچني اختر په مناسبت یو پیغام کې د دې ډلې تر واک لاندې افغانستان ته د هېوادونو پر درناوي ټینګار کړی دی.
هغه ویلي چې طالبان د خپلې شرعي تګلارې او متقابل درناوي په چوکاټ کې هر چا سره ښې اړيکې لري او له هر اړخه غواړي چې دې نیت او ارادې ته د شک په سترګه ونه ګوري.»
د طالبانو مشر زیاته کړې: «زموږ قول او ژمنه په خپل ځای دي او له هغوی تمه لرو چې د افغانستان حریم، ګټو او عزت ته پام وکړي او له هغوی غواړو څو له موږ سره ښې اړیکې ولري.»
اخوندزاده ټینګار کړی چې دا ډله د سیمې له ټولو هېوادونو سره د «متوازن او اقتصاد محور سیاست» په چوکاټ کې مخته ځي او له ټولو سره ښې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې غواړي.
هغه دغه راز له بېلابېلو هېوادونو غوښتي چې له دې ډلې سره ښې اړيکې پراخې، د باور فضا رامنځته او د همکارۍ د روحيې پر بنسټ پالیسي غوره کړي.
د طالبانو مشر د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي نړۍ سره د باور فضا رامنځته کړي.
په تېرو څو ورځو کې د کندهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو راپورونه خپاره شوي دي.
که څه هم دا نه ده څرګنده چې دا الوتکې د کوم هېواد دي؛ خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د تېرې اوونۍ چهارشنبې ورځ امریکا د افغانستان له هوايي حریمه په سرغړونې تورنه کړه.
پنجشنبه د وري پر ۱۵مه سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو مشر د بې پیلوټه الوتکو د احتمالي برید له وېرې په کندهار کې د دې ډلې د ۲۰۵ قول اردو کمپ ته لېږدول شوی دی.