په تېرو ورځو کې د طالبانو یو شمېر وزیران پاکستان ته ولاړل او ځينې ناستې یې وکړې. ظاهراً په هغو کې تر ټولو مهمه کتنه د چین او پاکستان له چارواکو سره درې اړخیزه ناسته وه. شنونکي وايي، په دغو ناستو کې يادو دواړو هېوادونو غوښتل چې د نړيوالې ټولنې هغه پيغام چې د دوحې په وروستۍ غونډه کې مطرح شوی و، د طالبانو غوږونو ته ورسوي او دا چې که د طالبانو په چلند کې اصلاحات را نه شي، د دې ډلې لپاره به پر نورو احتمالي پایلو سربیره د نړيوالې انزوا او د رسمیت پېژندنې ستونزه تر اوږدې مودې پورې دوام ولري. يو شمېر شنونکي وايي، په اسلام اباد کې د دغو ناستو موخه د پاکستاني طالبانو او د ختيځ ترکستان غورځنګ په څېر د افراطي ډلو د فعاليتونو په اړه د اندېښنې څرګندول وو، څو له طالبانو د دغو ډلو د ځپلو او يا د هغو د کابو کولو ژمنه واخیستل شي. داسې نه بریښي چې نړیوالې ټولنې ته د پیغام رسولو لپاره دې دا ډول غونډې ته اړتیا وي، ځکه عامه افکار وارله مخه د رسنیو له لارې خبر وو، چې له دې ډلې غوښتنې څه دي او ظاهراً داسې کوم نوی یا پټ پیغام نشته چې د ابلاغ لپاره یې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر سفر ته اړتیا ولري. د نړیوالې ټولنې غوښتنې په څو ټکیو کې رالنډېدای شي: زده کړو او کار ته د افغان ښځو راستنیدل، د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخنیوی.
البته د افغانانو غوښتنې تر دې ډېرې دي او هغه له واکه د یوې پوځي ډلې لرې کېدل، د سیاسي نظام د مشروعیت د بنسټ په توګه د خلکو رایو ته راستنېدل، د اساسي قانون حاکمیت، د قومي او مذهبي تبعیض له منځه وړل، د دولت د بنسټیزو ادارو تر منځ د قواوو تفکیک، د واک د جوړښت غیرمرکزي کېدل، د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو د فعالیتونو ازادېدل، د بیان د ازادۍ تضمینېدل، د نړیوالو کنوانسیونونو په ځانګړې توګه د بشری حقونو او د هېوادوالو د حقونو په برخه کې رعایتېدل او د طالبانو د مشرانو او قوماندانانو د پراخ مالی فساد مخنیوی، پر هغو غوښتنو سربېره چې نړیواله ټولنه یې له دې ډلې کوي، د افغانانو نورې غوښتنې دي. خو د پاکستان او چین غوښتنې بل څه دي او ظاهراً د پاکستاني طالبانو او د ختیځ ترکستان ډلې د فعالیتونو په اړه د اندېښنې ښودل او د دغو دوو ډلو د فعالیتونو د درېدوغوښتنه د دغو دوو هیوادونو د غوښتنو یوه برخه ده. البته د افغانستان مخکیني حکومت هم له پاکستان او د سیمې له هېوادونو همدا غوښتنه کوله چې په خپله خاوره کې دې وسله والو او افراطي ډلو ته پناه نه ورکوي، څو له هغه ځایه د افغانستان پر ضد عملیات وکړي او نن د سیمې هېوادونه په اپوټه حالت کې دي او له هماغو اندېښنو سره مخ شوي دي.
خو ايا د پاکستاني طالبانو او د ختيځ ترکستان ډلې فعاليتونو په رښتيا هم د دغو دوو هېوادونو جدي اندېښنې راپارولې دي؟ له سټراټېژیک پلوه د پاکستان لپاره د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو حضور یوه سټراټېژیکه چاره ده او په هیڅ قیمت به یې له لاسه ورنه کړي. دا ډلې پر هند د فشار راوړلو، د سیمې له هېوادونو سره په چنو وهلو او د نړۍ له هېوادونو د باج په اخیستو کې ډېرې ګټورې دي او له همدې امله د هغو له منځه وړل په هېڅ صورت د دې هېواد لپاره د منلو وړ نه دي. د ختیځ ترکستان ډله هم دومره توان نه لري چې د چین د ځواکمن حکومت لپاره جدي سرخوږی وي. دا ډلې یوازې هغه مهال د اندیښنې وړ دي چې له کنټروله ووځي، نه هغه مهال چې یوازې د فشار د وسیلې په توګه ترې ګټه واخیستل شي. د پاکستان او چین اصلي اندېښنه د طالبانو او امریکا تر منځ د پردې تر شا د هوکړې په اړه ده او د اسلام اباد د غونډې موخه د هغو شاخصونو څېړل دي چې له مخې یې دغو دواړو هېوادونو ته ډاډ ورکړل شي چې د طالبانو ډله به له واشنګټنه د ډېرو پیسو له ترلاسه کولو سره – سره، په سیمه کې د دغه هېواد پر داسې متحد نه بدلیږي، چې په لنډ یا اوږد مهال کې د دغو دوو هیوادونو ګټې په خطر کې واچوي. خو طالبان اوس له هر چا سره لوبې کوي او په دې هڅه کې دي چې له کومه ځایه ډیره ګټه ترلاسه کولای شي، له روسیې، ایران، چین او پاکستان او