۸صبح، غزني: غزني کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ادارې محتسبانو تېره ورځ په دغه ولایت کې د یوه خصوصي پوهنتون دوه تنه استادان د دریشي اغوستو په جرم نیولي دي.
سیمهییزې سرچینې جمعه د تلې پر ۲۲ له غزني ولایت څخه راپور ورکوي، چې طالبانو دغه دوه استادان تېره ورځ په هغو مراسمو کې، چې د دغه پوهنتون له خوا د ښوونکي ورځې د لمانځلو په مناسبت په لار اچول شوي وو نیولي دي.
سرچینو زیاته کړه، چې دغه دوه استادان په پای کې له ۱۲ ساعتونو وروسته تېره ورځ ماښام د څو تنو نورو استادانو په ضمانت خوشي شوي دي.
د ویلو ده، چې تېره یوه اوونۍ کې غزني کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ادارې محتسبانو د دغه ولایت پر اوسېدونکو لا زیات محدودیتونه لګولي دي.
له دې مخکې دغې ډلې د انګلیسي ژبې یو روزنیز مرکز په درسي ټولګي کې د یوې نجلۍ د حضور له امله تړلی دی.