بامیان د هېواد په مرکز کې په زړه پورې سیمې لري، چې د سږ کال د لوی اختر ورځو له تېرو کلونو سره په ډېر توپیر د زرګونه کورنیو سیلانیانو کوربه و. په تېرو کلونو کې له لرې او نږدې ولایتونو سیلانیان د جلرېز او غوربند درې په شان له سختو لارو چې ځینې برخې یې د طالب جنګیالو په واک کې هم وې، تېرېدل او د ډېر ګواښونو په منلو یې ځان بامیان ته رساوه، تر څو د دغه ولایت د طبیعت له ښکلاوو، په زړه پورې هوا او چاپېریال څخه خوند واخلي. که څه هم طالبانو څو ځله مسافرین ځورولي او د هغوی د وژلو، سر پرې کولو او د یرغمل نیولو مواردو په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو، سیلانیانو له دغو ټولو ننګونو سره سره بامیان ته له تلو ډډه نه کوله.
بامیان په تېرو دوو لسیزو کې له امنو ولایتونو څخه ګڼل کېده؛ خو هغه لارې چې دغه ولایت له کابل سره نښلوي، تل د طالب جنګیالیو د شتون له امله ناامنه او له ګواښ او خطره ډک ګڼل کېده؛ خو اوس سیاسي بدلونونه د دې لامل شوي، چې هماغه د وېرې عاملان طالبان نن امنیت د ټینګولو مسوولین شي. په تېرو کلونو کې د بامیان پر لارو له وېرې او ګواښونو سره سره چې تل په دغه ولایت کې د سیلانیانو پر وړاندې یو خنډ بلل کېدل، د دغه صنعت د ودې لپاره منظم کلتوري او تفریحي پروګرامونه وو. د اختر او د نورو خوښیو په مناسبت تل موسیقي، د شعرونو دکلمه او بېلابېل تفریحي پروګرامونه رامنځته کېدل. سږ کال بیا تفریحي پروګرامونو له دې جملې شعر ویل، موسیقي او نڅا منع اعلان شوي وو. بامیان کې یوه ځایي خبریال چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، د «بند امیر» په ملي پارک کې د لوی اختر پر درېیمه ورځ د خپلو سترګو لیدلی حال شریکوي.
دغه سیمه ییز خبریال له سیلانیانو سره د طالب ځواکونو د چلن په اړه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو په بند امیر کې د سیلانیانو له خوا د موسیقۍ غږول منع کړي وو؛ خو د دغې ډلې جنګیاليو په ټولو سیمو کې له وسلو سره په ازاده توګه تګ راتګ کاوه. د سږ کال تفریح، د شعر ویلو، موسیقۍ او نڅا پروګرامونو په نشتون کې یوازې له لرغونو توکو لیدنې ته محدوده شوې وه.
دغه ځایي خبریال له سیلانیانو سره د طالبانو د ناوړه چلن خبر ورکوي. د هغه په وینا، طالب ځواکونو پر یو شمېر سیلانیانو چې په بند امیر کې پر تفریح او نڅا بوخت وو، هوایي ډزې وکړې او ټول یې ووېرول.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو کابینې څه موده مخکې په یوه ناسته کې اعلان وکړ، چې د دغې ډلې ځواکونه باید تفریحي پارکونو ته له وسلو سره دننه نه شي. د دغه ځایي خبریال په وینا، طالب ځواکونه د بند امیر په ملي پارک کې په ډله ییزه توګه ګرځېدل او کله ناکله یې پر سیلانیاو ډزې کولې. د طالبانو کابینه تفریحي ځایونو ته د وسله والو کسانو ورتګ په داسې حال کې منع اعلان کړی، چې د ارواپوهنې د موندنو له مخې د وسله والو شتون د سیلانیانو پر روحیې ناوړه اغېزه کوي. له همدې امله په ټوله نړۍ کې تفریحي ځایونو ته د وسلو او نورو ګواښوونکو توکو وړل منع دي.
په دې توګه د ګرځندوی چارو کارپوهان په تفریحي پارکونو کې د خوښۍ پروګرامونو محدودول د ملي پارکونو په زیان بولي؛ ځکه د هغوی په وینا، د تفریحي پروګرامونو نشتوالی د سیلانیانو د کموالی یو اصلي لامل دی.
رامین (مستعار نوم) په بامیان ولایت کې د تفریحي چارو کارپوه دی. ښاغلی رامین ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې پر هېواد د طالبانو په واکمنېدو سره په بامیان کې د سیلانیانو د ودې لپاره هېڅ پروګرام نشته. دغه کارپوه زیاتوي: «اوسمهال هغه شان چې په اقتصادي، کلتوري، ټولنیزو او د بنسټیزو کارونو لپاره هېڅ ډول پلان او پالیسي نشته، همداسې د سیلانیانو او توریزم د ملاتړ لپاره کوم ځانګړی پروګرام نشته.» د سیلانیانو چارو دغه کارپوه خبرداری هم ورکوي، چې په راتلونکي کې په بامیان کې د ګرځندوی صنعت له جدي ګواښ سره مخ دی؛ ځکه د هغه په وینا، بامیان کې د طالبانو ځایي مسوولان د دغه صنعت د پرمختګ او ودې لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.
ښاغلی رامین همداراز څرګندوي، چې که څه هم د سږ کال د لوی اختر په ورځو کې په بامیان کې د کورنیو سیلانیانو شمېر د پام وړ و؛ خو طالبانو د سیلانیانو د لارښوونې او مدیریت لپاره کوم پروګرام نه درلود. د دغه کارپوه د څرګندونو له مخې، هغه څه چې اوس په بامیان کې د «ګرځندوی صنعت» په نوم روان دي، «بې مانا توریزم» دی. د هغه په وینا د دغه بهیر دوام به په راتلونکي کې د بامیان ځايي اوسېدونکو او د ګرځندوی صنعت ته سخت زیان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په بامیان کې د طالبانو ځایي چارواکي له شته وضعیته خوښ دي او په ټولنیزو شبکو کې په پراخو تبلیغاتو سره ادعا لري، چې بامیان ته د سیلانیانو ورتګ د نورو کلونو په پرتله په «بې مخینې» توګه زیات شوی دی. د ځایي طالب چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، سږ کال بامیان د کابو ۴۰ تر ۵۰ زره سیلانیانو کوربه و. ډېری دغه سیلانیان له سویلي، خیتځ او لوېدیځو ولایتونو د بند امیر ملي پارک، د بودا بوتانو او د بامیانو د نورو طبیعي او لرغونو ښکلاوو د لیدو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی. په سیلانیانو کې د ښځو او کورنیو شتون کم ویل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان نه یوازې د ګرځندوی صنعت؛ بلکې په هېڅ برخه کې کومه طرحه او پروګرام نه لري.