۸صبح، کابل: افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور په غبرګون کې ویلي، چې په ځینو ولایتونو کې د جسدونو موندلو په اړه خپاره شوي «افواهات» حقیقت نه لري.
د طالبانو مشر ویاند ذبیحالله مجاهد پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۶ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې خپاره شوي افواهات حقیقت نه لري.
نوموړي زیاته کړې، چې ځايي طالب چارواکو په دې اړه څېړنه کړې، چې هېڅ ځای کې یې هم کوم جسد موندلی نه دی.
مجاهد ویلي: «په دې اړه هغه تشویش اچوونکي پروپاګند چې له بده مرغه د ځينو مشهورو نړیوالو موسسو له خوا خپرېږي، د اندېښنې وړ دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د څار بنسټ د چنګاښ پر ۱۶ په یوه تفصیلي راپور کې لیکلي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵ وروسته د هېواد په ختيځ کې د کورونو د پلټنې او شپنیو عملیاتو په لړ کې د هغو کورنیو غړي چې داعش وسله والو ته په پناه ورکولو تورن وو، نیولي او په صحرايي توګه یې محاکمه کړي دي.