اشاره
د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو. په دې موده کې هېواد له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوی دی. له دې ستونزو او ناخوالو څخه یو هم د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي، چې د ملي او نړیوالو رسنیو د خبرونو سرټکي جوړوي. د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو بنسټونو راپورونو ته په پاملرنې سره په هېواد کې پراخه کچه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو له پامه غورځول زړبوږنونکي دي. له دې امله داسې برېښي چې واک ته د طالبانو له راستنېدو سره سم د ښځو ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی. ښځې په عملي ډول له خپلو مدني حقونو څخه بې برخې شوې دي. دا قلم هڅه کوي چې د سیاست، ټولنې او زده کړو په برخه کې د طالبانو تر واک لاندې جنسیتي توکمپالنه(اپارتاید) انځور کړي.
مفهومي مخېینه
اپارتاید هالنډي کلیمه ده چې مانا یې بېل او جلا ساتل دي؛ خو په اصطلاح کې د توکمپالنې یو ډول دی. د توکمپالنې دا ډول په سویلي افریقا کې د سپین پوستانو (چې زیاته برخه یې اروپايي کډوال و)له لوري د تور پوستانو پر وړاندې عملي کیده. له دې امله تورپوستانو ته د ټیټ او وروسته پاتې توکم په توګه په سپکه سترګه کتل کیدل او له سیاسي او مدني حقونو بې برخې و. له همدې امله په دې لیکنه کې جنسیتي اپارتاید د جنسیتي توکمپالنې په مانا کارول شوی دی چې په ټولنه کې یوه جنسي ډله له خپلو مدني حقونو بې برخې شوې ده او په وړاندې یې په ښکار تبعیض کیږي.
سیاست
ښځو د جمهوریت په دوره کې په سیاست او حکومتولۍ کې پاموړ رول درلود. زرګونو ښځو په دولتي ارګانونو کې دندې درلودې. خو واک ته د طالبانو رسیدل ددې لامل شول چې ښځې یو ځل بیا د کور په څلورو دیوالونو کې حصارې شي. د طالبانو په واکمنۍ کې هیڅ ښځه د قاضي په توګه دنده نه لري او په امنیتي لوړو پستونو کې کار نه کوي. په بل عبارت ښځې په عملي ډول له عدلي او امنیتي ارګانونو څخه په بشپړ ډول لرې او په کور کینول شوې دي. د ټولنې نیمايي برخه چې په تېرو دوولسیزو کې یې د دموکراسۍ او ولسواکۍ په ټینګښت کې فعال رول لوبولی دی او قربانۍ یې ورکړې دي، اوسمهال له خپلو سیاسي او مدني حقونو بې برخې دي.
له حکومتولۍ څخه د ښځو لرې کول، ددې لامل ګرځي چې په هېواد کې سیاست او حکومت په ټپه ودرېږي او ټولنه یوځل بیا منځنیو پیړیو ته وګرځي. د یادړونې وړ ده چې ښځې د طالبانو په تیره واکمنۍ کې هم له سیاسي او ټولنیزو برخو څخه لرې شوې وې.
ټولنه
د طالبانو د امر په معروف او نهي له منکر وزارت د روان کال د غويي په میاشت کې د ښځو له پاره د اجباري حجاب په اړه فرمان صادر کړ. په دې فرمان کې راغلي دي چې ښځې باید بیرون ته د راوتلو په صورت کې سر تر پښو ځانونه پټ کړي. د ۱۹۹۰ په لسیزه کې چې طالبان د لومړي ځل له پاره واک ته ورسېدل هغه مهال یې هم د ښځو له پاره تر ټولو غوره حجاب برقع( چادري) معرفي کړه. په دې فرمان کې سره له دې چې د «چادري» کلیمې ته اشاره نه ده شوې، خو داسې ښکاري چې د طالبانو له پاره د پاموړ حجاب هماغه چادري ده.
سره له دې چې دودیزو کورنیو په تیر او اوس کې ښځو ته د همداسې یوحجاب سپارښتنه کوله/ کوي، له همدې امله د هېواد په ګوټ ګوټ کې کله چې ښځې بیرون ته راوځي له همدې ډول حجاب څخه ګټه پورته کوي. د اجباري حجاب مسله د طالبانو له واک ته رسیدو سره یو ځل بیا راپورته شوه. هغو ښځو چې دوې لسیزې یې د دموکراسۍ تر سیوري لاندې فرهنګي، ټولنیز او سیاسي فعالیتونه ترسره کول، داجباري حجاب فرمان ته یې سر ټیټ نه کړ او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د هغه پر وړاندې خپل مخالفت په ډاګه کړ، خو یو زیات شمیر ښځې اړې شوې چې د اجباري حجاب فرمان ومني. له دې امله یو زیات شمېر ښځو په ځانګړي ډول په کابل ښار کې، د عربي حجاب په سبک د اوږدو جامو په اغوستلو اکتفا وکړه.
طالبانو د ښځو په اجباري حجاب بسنه ونه کړه، بلکې د تلویزیونونو د پروګرامونو چلوونکې او ښځینه ویاندویانې یې هم د پروګرام وړاندې کولو پر مهال د ماسک اغوستلو ته اړې کړې. ښځې اوسمهال په انځوریزو رسنیو کې اړې دي، چې ماسک واچوي او په پروګرامونو کې په بشپړ ډول د حجاب په پام کې نیولو سره را څرګندې شي.
د ښځو پر وړاندې ټولنیز محدودیتونه یوازې په اجباري حجاب پای ته نه رسېږي. طالبانو د ښځو پر سفر هم سخت محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو رژیم له لارښوونې سره سم هیڅ ښځه له محرم پرته ۷۵کیلومټره یا بهر ته سفر نه شي کولای. یوې ښځې له ګارډین ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «له کله نه چې طالبان راغلي دي، زه جرئت نه شم کولای، له هغه ځایه چې زه ژوند کوم، هاخوا لاړه شم. ما اوریدلي دي چې طالبان هغه ښځې چې محرم ورسره نه وي له ځان سره بیايي. ان که له کوره بهر کوم کار هم پیدا کړم نه شم کولای ولاړه شم.» طالبان د بېلا بېلو تخنیکونو په کارولو سره هڅه کوي چې له محرم پرته د ښځو د سفر مخه ونیسي، ان هغه موټر چلوونکي یې هم چې له محرم پرته ښځینه مساپر ورسره وي، ګواښلي دي. یو کس د اګست په لومړیو کې ۸ صبح ورځپاڼې ته لیکلي و چې طالبانو د تخار ولایت د درقد په ولسوالۍ کې یوه ښځه له دې امله په درو وهلې چې محرم یې نه درلود، دا ښځه پرته له دې چې محرم ورسره وي د خپلې اړتیا وړ توکو د پیرلو له پاره د کل توت له کلي نه د ولسوالۍ بازار ته تللې وه.
د حجاب د نه مراعت او یا له محرم پرته د سفر له امله د ښځو د وهلو ټکولو په اړه د هېواد له ګوټ ګوټ نه راپورونه خپرېږي. په داسې یوهېواد کې چې له څلویښتو کلونو راهیسې جګړې روانې دي، زیاترو ښځو خپل میړونه له لاسه ورکړي او اوسمهال دکور سرپرستي ور ترغاړې ده او اړې دي چې د خپلو ماشومانو له پاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په خاطر له کوره بهر کار وکړي. نو له دې امله د واکمن نظام له لوري له محرم پرته پر سفر د محدودیت په وضع کیدو سره ورځ تر بلې د ښځو له پاره ژوند ستونزمنیږي. اوسمهال ښځې بهر ته د تلو او ان د زده کړو ترلاسه کولو جرئت نه لري.
طالبانو په ښاري ترانسپورت کې د جنسیتي توپیر په رامنځته کولو سره هڅه کړې ده چې ښځې له ټولنیزې برخې څخه څنډې ته کړي. د اطلاعات روز ورځپاڼې د زمري په ۲۶مه ولیکل چې طالبانو د کابل لویدیځ سیمې موټر چلووونکو ته لارښوونه کړې چې د ښځو او نارینه وو له پاره دې جلا موټر په پام کې ونیسي. د ورځپاڼې په خبره د کابل په لویدیځ د پل سوخته په تمځي کې دوه طالبان شته او ددې مقرارتو د پلي کیدو څارنه کوي.
زده کړې
دادی یو کال پوره شو چې د منځنۍ او لیسې د دورې نجونې له زده کړو بې برخې دي. د زده کوونکو، د دوی د کورنیو، د هیواد د سیاسیونو او نړیوالې ټولنې له ټینګار سره سره لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي. د نجونو د ښوونځیو په اړه بېلا بېل لیدلوري وړاندې شوي دي. یو شمیر سیاست پوهان او کارپوهان پر دې باور دي چې طالبانو د نجونو ښوونځي ددې له پاره تړلي دي چې له دې لارې وکولای شي د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو له پاره له هغه څخه د فشار د وسیلې په توګه ګټه پورته کړي. یو شمیر نور بیا ان پخوانی ولسمشر حامد کرزی بیا دا د پاکستان کار بولي. د دوی په باور ګاونډی هیواد نه غواړي د افغانستان ځوان کول زده کړې وکړي. طالبان هم په دې اړه بېلا بېل نظرونه لري. د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت د نجونو د مکتوبونو تړل یوه کلتوري مساله وبلله، په داسې حال کې چې ددې ډلې د امر په معروف او نهی له منکر ارګان بیا درسي نصاب او لویدیځ پلوه منځپانګه د نجونو د ښوونځیو د تړلو لامل وباله. دې ډول لیدلورو ته په پاملرنې سره داسې ښکاري چې په اصل کې خبره بله ده. خبره داده چې طالبان د نجونو له زده کړو سره ستونزه لري؛ ځکه هغه ایډیالوژي چې طالبان یې پر بنسټ حکومت او سیاست کوي، د ښځو له پرمختګ سره په ټکر کې ده. طالبان په خپله لومړۍ واکمنۍ او همداراز د دویم ځل له پاره د واک ته رسیدو په لومړیو کې د بېلا بېلو مقرراتو په رامنځته کیدو سره په دې هڅه کې دي چې ښځې له ټولنیز ژوند څخه لرې او په کورونو کې یې بندیانې کړي.
د طالبانو وروستۍ هڅه د سویې له ازموینې د نجونو بې برخې کول و. ۸صبح ورځپاڼې د زمري په اتمه په یوه مطلب کې لیکلي دي چې د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت د نیمروز ولایت د ښوونې او روزنې ریاست ته یو مکتوب استولی دی چې له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي پورې نجونې سږ کال نه شي کولای د سویې ازموینه ورکړي. دغه راز د کابل پوهنتون یوه ښځینه زده کړیاله بي بي سي ته د یوې ویډیو په استولو سره وايي چې د رنګه څادر په درلودلو سره له ازموینې بې برخې شوې ده.
وروستۍ خبره
ښځو تل هڅه کړې چې د بېلا بېلو لارو څخه په ګټنې سره، سړکونو ته په راوتلو، په ټولنیزو رسنیو کې د کمپاینونو په لاره اچولو سره د طالبانو د جنسیتي توکمپالنې پر وړاندې ودریږي. ښځو «د ډوډۍ، کار، ازادۍ» له شعار سره یوځای هڅه کړې چې په ټولنه کې خپل شتون خوندي او د توکمپالنې او تبعیض پر وړاندې ودریږي او اعتراض وکړي. خو مهمه ټکی دادی چې د طالبانو له لوري جنسیتي توکمپالنه د هرې ورځې په تیریدو پیاوړې کېږي او د ښځو د ژوند پر ټولو برخو یې اغیزه کړې ده. دغه اپارتاید له اجباري حجاب څخه پیل او اوس تر ښاري ترانسپورت پورې رسیدلی دی.
که چیرې نړیواله ټولنه پر طالبانو زور رانه وړي، د طالبانو له لوري به دې ته ورته نور قوانین او مقرارت هم وضع شي او دا به په ټولنه کې جنسیتي اپارتاید نور هم غښتلی کړي او ورسره به ښځې په بشپړ ډول له ټولنیزو فعالیتونو څخه بې برخې شي، ځکه د طالبانو ایډیولوژي او فکر د ښځو له پوهاوي او زده کړو سره په ټکر کې دی. هغه نظام چې داسې یو فکر او ایډیالوژي ولري، لوستې او کارپوه ښځې نه شي زغملی، ځکه ښځې د خپلو حقونو په ترلاسه کولو سره غواړي په ټولنیز او سیاسي ژوند کې ونډ ولري. نو له دې امله طالبان د محدودیتونو په رامنځته کیدو سره هڅه کوي چې د خپلو حقه حقونو د ترلاسه کولو له پاره د ښځو غورځنګ له منځه یوسي.