۸صبح، کابل: ارزګان کې د طالبانو د سرپرست حکومت ځايي چارواکو له دولتي کارکوونکو غوښتي، چې خپله ظاهري بڼه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې برابره کړي، لونګۍ وتړي او ږیره پرېږدي.
ارزګان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د والي استازي مولوي طالب یکشنبه د مرغومي پر ۲۶ د دغه ولایت مستوفیت کې د مالیې ټولونې اوونۍ ناستې ته د وینا پر مهال ویلي، چې دولتي کارکوونکې دې ځانونه په اسلامي اصولو برابر کړي، خپله ظاهري بڼه بدله کړي، لونګۍ ووهي او ږیره ونه خرېيي.
نوموړي د ځايي دولتي ادارو له رییسانو غوښتي، چې خپل کارکوونکي له اسلامي اصولو سره سم برابر کړي او ظاهري بڼه کې بدلون راولي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت له نایانو غوښتي و، چې د خپلو مشتریانو ږیرې ونه خرېيي او د چا ویښتان په غربي بڼه جوړ نه کړي.