طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هېواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر او سیاسي استازولیو د امنیت د ساتلو په موخه د ځینو هېوادونو د پوځیانو د احتمالي حضور په وړاندې غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون تر هر نامه لاندې او د هر هېواد چې وي د دغې ډلې لپاره د منلو وړ نه دی.
له دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د کابل هوایي ډګر د امنیت مسوولیت ترکیې ته سپارل کېږي.
خو طالبانو ډلې ویلي چې په افغانستان کې د هوايي ډګرونو، بهرنیو سفارتونو او دیپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت ټینګښت د افغانانو مسوولیت دی.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلی: «هېڅوک دې زموږ په هېواد کې د پوځي یا امنیتي حضور د دوام هیله نه کوي او باید داسې ګام پورته نه کړي چې په پایله کې یې د اولسونو او هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شي.»
طالبانو ګواښ کړی، هغو پوځیانو ته به د یرغلګرو په سترګه ګوري او جدي عمل به ورسره کوي چې د هوایي ډګرونو او دیپلوماتیکو ځایونو د امنیت ساتلو په نوم پاتې کېږي.
طالبانو همداراز تینګار کړی چې افغانان د نړیوالې ټولنې او دوستو هېوادونو بشردوستانه او غیرمغرضانه مرستو ته اړتیا لري او طالبان هم ددغو مرستو د دوام غوښتونکي دي.