د افغانستان معاصر تاریخ د سترو پېښو شاهد پاتې شوی چې هره یوه یې تلپاتې پایلې لري او هره یوه پېښه کېدای شي ډېر نسلونه اغېزمن او پکې ښکېل کړي. په افغانستان کې د غويي اتمه چې د پخواني شوروي اتحاد تر ملاتړ لاندې رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بري له کالیزې سره برابره ده، یوه له مهمو او تاریخي ورځو ده چې باید له بېلابېلو اړخونو ورته کتنه وشي. تاریخي پیښې معمولا د دې لپاره څېړل کیږي چې ترې د خپل اوسني وخت د ارزونې او بیارغونې لپاره ګټه واخلو. دلته چې کله د غويي د اتمې په تړاو خبرې کوو، هڅه کوو هغو درسونو ته نغوته وکړو چې له دې سترې تاریخي پېښې یې اخیستلای شو.
له تیورۍ پرته مبارزه
کله چې د پخواني شوروي تر ملاتړ لاندې کمونستان واکمن شول، په سیستماتیک ډول د کورنیو ارزښتونو پر ضد ودرېدل او په دې برخه کې یې له افراطه کار واخیست. هغوی نه پوهېدل چې دا کار به یې خلک پر ضد راوپاروي او ځواک به یې کمزوری کړي. د کمونستانو افراطیت د دې لامل شو چې اسلامپالان د واکمن رژیم پر وړاندې د اړتیا وړ ځواک په اسانۍ سره پیاوړي او سمبال کړي. د مجاهدینو ځواک د دې پرځای چې د خلکو د قانع کولو لپاره د هغوی د مشرانو د تیوریکو هڅو له امله وي، د ځپونکي نظام پر وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو د بیلا بیلو پاړکیو د غریزي د اړتیا له امله و. همدا وجه ده چې د سرو لښکرو او د هغو د ګوډاګي رژيم پر وړاندې د مجاهدينو مبارزې د بري د وخت لپاره کومه تیوري نه لرله. د مجاهدينو مشرانو او وياندويانو د «اسلامي حکومت» په تړاو خبرې کولې، خو په ذهن کې يې سم او هر اړخيز تصویر نه درلود.
کله چې د هغوی له یوه مشره وپوښتل شول چې «اسلامي حکومت» څه ډول بڼه او جوړښت لري او له نورو سیاسي نظامونو سره یې تړاو څه دی، په ځواب کې یې وویل، کله چې مو حکومت ونیو بیا به په دې تړاو فکر کوو. ځینې غمیزې چې د مجاهدینو له بري وروسته رامنځته شوې، له یوې خوا د بهرنیانو د لاسوهنو او د افغانستان د وضعیت د پیچلتیا له امله وې چې تازه یې له یوه زبرځواک سره جګړه پای ته رسولې وه او له بلې خوا د بري په سبا د دولت جوړونې لپاره د نظریې د وړاندې کولو او تیورۍ جوړولو په برخه کې د مجاهدینو د ناتوانۍ له امله وې. دا طبیعي خبره ده، هغه خلک چې د حکومتولۍ او د یوه اغېزناک سیاسي نظام پر اړتیاوو نه پوهیږي، کله چې واک ته ورسېږي، له بې نظمۍ سره مخ کیږي او مرګونې تېروتنې کوي.
له دې پېښې دا درس اخیستلای شو چې له تیورۍ پرته مبارزه د ناورین لامل کیږي او هغه کسان د خلکو پر برخلیک واکمنوي چې ټولیزې ګټې یې لومړیتوب نه وي او خام خیاليونه یې د مبارزې د لارې د انحراف لامل کیږي.
د دیني افراطیت دودېدل
کله چې په افغانستان کې د شوروي لاسپوڅي حکومت واک ته ورسېد او بيا سره پوځ پر دغه هېواد يرغل وکړ، افغانستان د ختيځ او لوېديځ ترمنځ د لوبې ډګر شو. د دې ترڅنګ چې د کمونیست واکمنانو له لوري د دین ضدیت د دیني افراطي غبرګونونو لامل شو، لوېدیځو قدرتونو هم د مذهبي افراطیت اور ته ببوزی وواهه. هغوی فکر کاوه چې د شوري د نیواک پر وړاندې د خلکو سمبالتیا او د مسلمانونو د احساساتو تحریکول ستونزه نه لري او ان ښه کار دی چې دیني سخت دریځې ډلې تمویل او تجهیز شي. خبره دومره جدي شوه چې یو شمېر امریکايي سیاسي چارواکي د افغانستان پولو ته نږدې سیمو ته راغلل او د لیبرالیزم د ارزښتونو په له پامه غورځولو سره یې د دین او الحاد تر منځ د جګړې خبره وکړه. دا بې څه نه وو چې په هغه وخت کې د افغان مجاهدینو په منځ کې تر ټولو زیاتې مرستې له هغو ډلو سره کېدلې چې زیاتې سختې او تاوتریخجنې وې.
په هغه وخت کې د لوېديځ ګټو دا ایجابوله چې دا کار وشي، خو ډېر وخت ونه لګېده چې دغه ډلې د لوېديځ لپاره په جدي سرخوږي بدلې شوې او په امريکا کې د سپټمبر د يوولسمې پېښه هم د همدې ډلو لخوا چې یوه ورځ د لوېدیځوالو سیاستوالو لپاره محبوبې وې، ترسره شوه. د سپټمبر د يوولسمې پېښې امريکا يو ځل بيا د افغانستان په مسأله کې ښکېله کړه او په افغانستان کې يې د شل کاله پوځي حضور لامل شوه. لوېديځوالو پر هغه اور پټرول وپاشل چې هم یې د دوی لمنه ونیوه او هم یې تر اوسه د افغان ولس د څو نسلونو پر برخلیک اغېز لرلی دی.
ځینې وختونه یو پلان د لنډ مهالي تاکتیک په توګه عملي کیږي، خو د هغه پلان غیر ارادي پایلې د اوږدې مودې لپاره د میلیونونو خلکو پر برخلیک اغېز کوي او ان پلانوونکو یې ته هم زیان رسوي.
د ملایانو د رول پیاوړتیا
تر انقلاب وړاندې ملایان د ټولنې له محرومو او لاندنیو پاړکیو ګڼل کېدل او د ټولنې په څنډه کې یې ژوند کاوه. د غويي د اوومې کودتا په افغانستان کې د ژورو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي بدلونونو پیلامه وه. لکه څنګه چې د دین رول په ژوند کې مهم شو، ملایان چې ځانونه یې د دیني چارو مسؤل ګڼل، د چارو په سر په سر کې راغلل او یو غوره ټولنیز حیثیت یې خپل کړ. خلکو هڅه وکړه چې خپل ماشومان ديني مدرسو ته د زده کړو لپاره واستوي، هغو دیني مدرسو ته چې تر ډېره د پاکستان په قبایلي سیمو کې فعالیت کوي. طالبان له همدغو مدرسو وده وکړه او په چټکۍ سره د هیواد په تر ټولو مهمو لوبغاړو بدل شول. اوس چې نږدې درې کاله کیږي، طالبانو د چارو واګي په خپل لاس کې اخیستې دي، هڅه کوي چې ملایانو ته لومړیتوب ورکړي او د حکومت مهمې څوکۍ هغو کسانو ته ورکړي چې دیني زده کړې لري. اوس په ټول هیواد کې په زرګونو دیني مدرسې فعالیت کوي او د هلکانو او نجونو په ګډون په سلګونو زره زده کوونکو ته پکې ديني درسونه وړاندې کیږي. ښکاره ده، چې طالبان د خپلې حکومتوالۍ د بنسټونو په ټینګولو کې د دغو مدرسو پر اهمیت پوهیږي. په افغانستان کې د زرګونو دیني مدرسو د پاموړ شتوالی او فعالیت او د عصري زده کړو څنډې ته کېدل افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره له خطرناکو افکارو سره مخ کوي او دا هیواد د مذهبي افراطیت او مذهبي ارتجاع پر یوه مهم مرکز بدلوي.
د شوروي د اشغال او د هغه د ګوډاګي رژيم پر وړاندې د افغانانو مبارزه په دې مانا چې افغانستان يې د شوروي له اشغاله وژغوره، د ستاينې وړ ده. خو د دې مبارزې له امله رامنځته شوی څپڅپانده حالت د دې لامل شو، چې شاتګ پالي ځواکونه د چارو سر ته راشي او دا هېواد د یوې مودې لپاره چې پای یې معلوم نه دی، د سخت دریځو ملېشو د فعالیت پر مرکز بدل شي.
د افغانستان په بدلونونو کې د نورو هېوادونو ټاکونکی رول
هغه پېښې چې د غویې د اوومې له کودتا را وروسته د طالبانو د بېرته راستنېدو په ګډون د ځينو پېښو لامل شوې، دا ټکی ټولو ته څرګندې کړې چې د افغانستان په بدلونونو کې د بهرنیانو رول ټاکونکی دی. تر هغو چې شوروي اتحاد د کمونستي رژيم له ملاتړه لاس نه و اخیستی، دغه رژيم پر دې وتوانېد چې پایښت ومومي، خو کله چې شوروي اتحاد د ياد شوي رژيم ملاتړ کم کړ، دغه رژيم ړنګ او رانسکور شو. د مجاهدینو حکومت هم له دې امله له ګډوډۍ سره مخ شو چې ویې نه کړای شول په سیمه او له سیمې هاخوا د یوه ځواکمن هېواد ملاتړ ترلاسه کړي. دغه راز د طالبانو واکمني په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو په لاس راوپرځېده او د افغانانو مبارزې پکې اغېزناک رول نه درلود.
جمهوري نظام هم تر هغه وخته پورې دوام وموند چې د لوېدیځ ملاتړ ورسره و، خو کله چې یې د لوېدیځ ملاتړ له لاسه ورکړ، په چټکۍ سره ړنګ او راوپرځېد. د طالبانو راستنېدل هم د لوېديځوالو په تایید او د طالبانو او امريکا تر منځ د دوحې د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته وو. طالبانو ته د هغو ژمنو په بدل کې چې له امریکایانو سره یې وکړې، اجازه ورکړل شوه د واک واګي پخپل لاس کې واخلي. د طالبانو رژيم ته د امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو بې دریغه اقتصادي مرستې دا روښانه کوي چې کيسه څه ده. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې وروستیو کې تلویحاً ویلي، چې طالبان هره اوونۍ له امریکا پیسې اخلي او په بدل کې یې د دغه هېواد د بې پیلوټه الوتکو په واک کې د افغانستان د فضا د ورکولو په ګډون له دغه هېواد سره د امریکا د مخالفو ډلو د ځپلو په برخه کې همکاري کوي.
د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د افغانانو له زیاتېدونکي نارضایتي سره سره، تر اوسه د دې ډلې د واکمنۍ پر وړاندې د هغې د مخالفینو لخوا کومه لویه ننګونه نه ده رامنځته شوې. د عامو خلکو نظر دا دی چې امریکایانو طالبان واک ته رسولي او تر څو چې یو ستر قدرت د دوی د راپرځولو پریکړه ونه کړي، د دې ډلې پر وړاندې وسله واله او ان بې وسلې مبارزه به کومه مثبته پایله ونه لري. همدا وجه ده چې پرګنې هڅه کوي شته واقعیت ومني. له دې څرګندېږي چې خلک تېرو تجربو ته په پام سره، په افغانستان کې د پېښو په پېښېدو کې د بهرنیو عواملو رول ټاکونکی ګڼي او ان په دې برخه کې افراط کوي.