په داسې حال کې چې د اوکراین مشر د نړۍ له هېوادونو مرسته غوښتې، روسي ځواکونه د دغه هېواد پلازمېنې کیف خوا ته پرمختګ کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسي ځواکونو نن سهار په توغندیو د اوکراین پلازمېنه په نښه کړې ده.
یوه لوړپوړي اوکرایني چارواکي ویلي، چې روسي ځواکونو به نن د جمعې ورځې په پای کې له کیف بهر سیمو ته دننه شي.
ویل کېږي چې د اوکراین په لویو ښارونو کې له چاودنو او ډزو وروسته، ۱۰۰ زره تنه تښتېدلي او لسګونه هم وژل شوي دي.
همداراز راپورونه ورکړل شوي، چې روسي ځواکونو د کیف په شمال کې د چرنوبیل پخوانی اټومي مرکز نیولی دی.
په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، چې پوهېږي روسي ځواکونه ورپسي ورځي؛ خو ژمنه یې کړې، چې په کیف کې به پاتې کېږي او د ده کورنۍ هم په اوکراین کې ده.
هغه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي: «دښمن [روسیې] د لومړۍ شمېر موخې په توګه ګڼلی یم. کورنۍ مې دویمه شمېره موخه ده. هغوی غواړي، چې د ولسمشر په له منځه وړلو سره، د اوکراین دولت له سیاسي پلوه له منځه یوسي.»
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت سلاکار انتون هراشچنکو هم ویلي، چې د جمعې ورځې سهار یوه روسي الوتکه پر یوې لوړپوړې ودانۍ د لګېدو له امله نسکوره شوې، چې دغې ودانۍ ته یې اور ورته کړی دی.
روښانه نه ده، چې دغه الوتکه کې پیلوټ و او که یوازې يې توغندي لېږدول.
په دې لړ کې، د کیف ښاروالۍ چارواکو اعلان کړی، چې له یوې ودانۍ سره د الوتکې د لګېدلو له امله لږ تر لږه اته تنه ټپیان شوي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبا پر خپل ټویټر لیکلي: «پر کیف د روسیې وېروونکی توغندیز برید.»
د هغه په وینا، وروستی ځل کیف داسې وضعیت په ۱۹۴۱ کال کې هغه مهال تجربه کړی و، چې د جرمني له خوا پرې برید شوی و.
د ویلو ده، چې د چارواکو د تایید پر بنسټ، د اوکراین په شمال ختیځ درېیم ښار کې هم سخته نښته روانه ده.