۸صبح، کابل: افغان کرېکټ بورډ د کرېکټ په نړۍوال جام کې د ګډون لپاره هند ته د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د سفر خبر ورکړی دی.
د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له لس ورځني تمریناتو وروسته د دوشنبې ورځ د تلې په ۳مه هندوستان ته روانه شوه.
د کرېکټ نړیوال جام د هند په کوربتوب د روان کال د اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه د ۱۰ لوبډلو په ګډون پیلېږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش د کرېکټ له ملي لوبډلې سره کوي.
د نړۍوال جام له پیل څخه مخکې به د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا او سریلانکا له لوبډلو سره دوه تمریناتي سیالۍ ولري.