پر هېواد د طالبانو په واکمنېدو سره سلګونه زره کسانو چې په دولتي او نادولتي ادارو او خصوصي شرکتونو کې په کارونو بوخت وو، خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې اوسمهال له وزګارتیا او سختې لوږې کړېږي.
ننګرهار هم د هېواد د نورو برخو په څېر د وزګارتیا بهیر له امله هغه زرګونه کسان پکې چې د مخکیني حکومت پر مهال یې دولتي او نادولتي دندې ترسره کولې، وزګار شوي چې دې چارې یې پر روان منفي اغېز کړی او یو شمېر بیا دغه حالت کې د ژوندي پاتې کېدو پرځای مرګ ته ځان سپارل غوره بولي.
د جلال اباد ښار په واټونو کې هره ورځ سلګونه کسان د یوې مړۍ حلالې ډوډۍ پیدا کولو په موخه د مزدورۍ لپاره راځي؛ خو په دوی کې د ګوتو په شمېر یې کار مومي او سلګونه نور تش جېب کورونو ته ستنېږي، چې بېوزلۍ او وزګارتیا یې پر مخ او تندي اوږدې کرښې کاږلې او بې ځوابه خپلو بچیانو ته ورځي.
په دوی کې داسې کسان هم شته، چې د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړې او د تېر حکومت پر مهال یې په ملکي او نظامي برخه کې دندې ترسره کولې؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دې ډلې له دندو ګوښه کړي او له داسې برخلیک سره مخ دي، چې فکر کوي په خپل وطن کې د کډوالۍ ترخې ورځې شپې تېروي.
عبدالباقي (مستعار نوم) له هغو کسانو دی، چې د لېسانس تر کچې یې زده کړې کړې او د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په کندهار کې دولتي دنده ترسره کوله، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم په کور کېناست او اوس د جلال اباد ښار په واټونو کې په مزدورۍ پسې سرګردانه ګرځي؛ خو د کار په پیدا کولو نه بریالی کېږي.
نوموړی وایي، د طالبانو له راتګ وروسته په کور ناست دی او بېلابېلو شرکتونو ته یې د دندې وړاندیزونه کړي؛ خو هېڅ یوه ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی، چې له دې سره یې رواني توازن له لاسه ورکړی او نېکمرغي دا بولي، چې له کړاوه ډک ژوند سره مخه ښه وکړي او مرګ ته ځان وسپاري.
عبدالباقي ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «طالبانو چې حکومت نیولی، زه یې له وظیفې رخصت کړی یم، هره ورځ جلال اباد ښار ته راځم چې کار پیدا کړم؛ هېڅ د کار درک نه لګېږي، تر لېسانس پورې مې زده کړې کړې، شرکتونو ته خپل اسناد لېږم؛ خو یو یې هم ځواب نه راکوي، وزګارتیا نور دومره په تنګ کړی یم، چې داسې ژوند پرېږدم او ځانوژنه وکړم.»
عبدالباقي وایي، د طالبانو له لوري له دندې لرې کېدو وروسته څو ځله ورغلی؛ خو په ستغو سپورو یې له دفتر شړلی او له دندې د ګوښه کېدو لوی لامل په تېرو شلو کلونو کې له طالبانو سره د هغه نه همکاري بولي.
هغه وایي، طالبانو ورته په ښکاره ویلي، چې د امارت په لیکو کې دې جهاد نه دی کړی او د تېر حکومت مامورین حق نه لري، چې د طالبانو په حکومت کې دنده ترسره کړي؛ ځکه په خبره یې د تېر نظام مامورین غواړي له دولتي دندې په استفادې بهرنیانو ته د جاسوسۍ ماموریت مخته یوسي.
اخوا، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ شوي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلی باقي په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین او لوږې عاملین طالبان یادوي او وایي، د طالب ډلې له لوري په زور واک ترلاسه کول او سلګونه زره افغانان له دندو لرې کولو خلک ان ځانوژنې او اولاد پلورلو ته اړ کړي.
د ننګرهار اوسېدونکي له طالبانو غواړي، چې نور دې پر ولس د ژوند کړۍ نه تنګوي او له دولتي ادارو د پخوانیو مامورینو د لرې کولو پرځای دې د لوږې پر وړاندې جدي مبارزه او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
خلک خبرداری ورکوي؛ که طالبان د عقل او منطق پرځای د خلکو ځورولو او عقدو ته ترجیع ورکړي؛ د واکمنۍ عمر به یې لنډ او په کمه موده کې پای ته ورسېږي.