۸صبح، بلخ: د بلخ طالب سیمهییز مسوولان په دغه ولایت کې د یو سړي د مړي موندلو خبر ورکوي.
د بلخ ولايت د طالبانو امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د دې سړي مړی جمعه د وري پر ۳۱مه د دهدادي ولسوالۍ د «امام بکري پل» په سيمې کې موندل شوی دی.
وژل شوی کس شېرزی نومېده او د پروان ولایت اوسیدونکی و.
د شېرزي مړی په داسې حال کې موندل شوی چې دی د پنجشنبې ورځ د مزارشريف ښار له ذوالفقار څلور لارې نادرکه شوی و.
طالبان وايي چې شېرزی تر سختو شکنجو وروسته د شخصي دښمنۍ په ترڅ کې وژل شوی دی.
ورته مهال، د پېښې عاملانو د شېرزي ټکسي له ځانه سره وړې او دا کېدای شي د غلا يوه پېښه وي.
د بلخ ولايت د طالبانو امنيې قوماندانۍ ویاند وايي چې د دغې وژنې د عاملانو د پېژندلو او نيولو هڅې روانې دي.
که څه هم طالبان تل په هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي؛ خو جنايي جرمونه په ځانګړې توګه مرموزې وژنې ورځ تر ورځ د زیاتېدو په حال کې دي.
په کاپيسا کې هم تېره شپه د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا دوه ښځې وژل شوې دي.