هغه مهال چې امریکا او طالبان په دوحه کې د سولې په خبرو اترو بوخت وو، طالبانو ځانونه د ډېرو امتیازاتو وړ بلل. امریکا هم د افغانستان له مسلې سره بې باکه چلند کاوه او بنسټیز حل ته یې ډېره لېوالتیا نه وه. داسې ښکارېدل چې یاد هېواد د وتو پلمې لټوي او طالبانو سره تړون یې د دې پلمو یوه برخه وه. سره له دې چې دا تړون باید په دقیق ډول او د افغانستان او امریکا د ملي ګټو پر بنسټ ترسره شوی وای، خو دا چې متحده ایالتونو بېړه لرله، د افغانستان ملي ګټې یې جدي ونه نیولې او د افغانستان دولت هم دومره واک نه درلود چې د امریکا د دا ډول چلند مخنیوی وکړي. د امریکا دولت هڅه کوله چې طالبانو ته امتیاز ورکړي او د طالبانو شرایط هم دا وو څو د جمهور رییس غني پر دولت دا ومني چې د هغوی زندانیان خوشي کړي. دغه وضعیت، د سیمې هیوادونه او د افغانستان ګاونډيو ته چانس ورکړ، چې ګواکې د امریکا د تللو وخت رارسېدلی او تر کومه ځایه چې امریکا طالبانو ته امتیازونه ورکول، داسې ښکاریدل چې طالبان به د افغانستان راتلونکي حاکمان وي. له همدې امله، ډېری دغو هېوادونو ځانونه له امریکا نه وروسته افغانستان ته چمتو کول. دغه راز دغو هېوادونو طالبانو سره موخې ته د رسېدو چې د افغانستان د واک ترلاسه کول و، مرسته کوله، تر څو د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې دوستان ولري. له همدې امله، ( پاکستان، ایران او تر یوه بریده روسیې) چې تر دې وړاندې یې له طالبانو ملاتړ کاوه، له طالبانو سره خپل ملاتړ او ملګرتیا ته یې لا دوام ورکړ او نورو هېوادونو هم له یادې ډلې سره اړیکې ټینګې کړې. دغو اړیکو د افغانستان د دولت تر سقوط پورې دوام وکړ، او له هغه وروسته یادو هېوادونو هڅه وکړه چې په افغانستان کې له خپلو نویو دوستانو سره کار او همکاري وکړي. دغو نویو دوستانو د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو لکه روسیې غوښتنې او توقعات لکه څنګه چې تمه کېده، پوره نه کړې؛ ځکه چې هغوی هم د طالبانو په څېر د امریکا د مرستو په کڅوړو تړلي دي او د مرستو دغه کڅوړې د طالبانو او نویو دوستانو ترمنځ یې لوی دیوال رامنځته کړی دی. بل لور ته، طالبان چې د پاکستاني استخباراتي بنسټونو، روسي او ایراني او دغه راز د امریکا له لوري د امتیاز ورکولو په ملاتړ د افغانستان په پوځ بریالي شول، د متضادو ګټو ترمنځ پاتې شول او ویې نه شوای کړای یا یې هم ونه غوښتل چې ټول هېوادونه خوښ او راضي وساتي.
پاکستان چې 20 کاله یې طالب جنګیالیو او د هغوی مشرانو ته پناه ورکړې او له هغوی یې ملاتړ کړی و، تمه لرله چې طالبان د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پرخلاف، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن تار او جوړو شویو دروازو پر وړاندې غبرګون ونه ښيي، خو د طالبانو ډله چې تازه یې واک ترلاسه کړی و، له پاکستان سره په تعامل او د افغانستان د خلکو چې د ډیورند فرضي کرښه نه مني، ترمنځ پاتې شول. د افغانستان له ملي ګټو سره د پاکستان بد چلند او نور مسایل د دې لامل شول چې طالبان په ځلونو د پاکستان د پولې له ځواکونو سره نښه په نښه شي او یوبل ته د وسلو له لارې ځواب ورکړي. دا ټول د دې لپاره نه و چې پاکستان له طالبانو ملاتړ کړی و، ترټولو مهمه مسله، په پاکستان کې فعالې وسله والې ډلې دي چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو وروسته، د اسلام آباد د دولت پر وړاندې یې د جګړې پراخه انګېزه پیدا کړې او یو شمېر یې په افغانستان کې پټنځایونه لري.
د سیمې ټولو جهادي او تکفیري وسله والې ډلې چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د دولت پر وړاندې یې له طالبانو ملاتړو کاوه، دا مهال په افغانستان کې حضور لري چې له هغې ډلې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) یادولی شو. که پاکستان د افغانستان د ډبرو سکرو د وارداتو له اړخه ګټه کړې، له بل لوري د نوازشریف د حکومت د کورنیو چارو وزیر رنا ثناالله په خبره، ټي ټي پي یا د پاکستان د طالبانو تحریک او د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې د دې ډلې د پنځه زره غړو شتون، اسلام اباد ته په ناسور ټپ بدل شوی دی. کومې وینې چې اوس په پاکستان کې بهیږي، دا د هغه ملاتړ پایله ده، چې پاکستان د افغانستان له حاکمې طالب ډلې څخه کاوه.
له همدې امله له طالبانو سره د پاکستان نږدې درې لسیزو اړیکو، د دې پرځای چې یاد هېواد ته ګټه ورسوي، بې شمېره زیانونه یې ورته رسولي دي. دا مهال پاکستان لسګونه زره رسمي او غیر رسمي دیني مدرسو لري، چې ډېری یې طالباني فکرونه او ایدیالوژۍ دودوي. ویل کیږي چې په نږدې راتلونکي کې به همدغه ځوان نسل چې په مدرسو کې یې دیني زده کړې کړي دي، ډیری به یې په پوځي زده کړو هم سمبال شي. دا نسل وايي، کله چې د افغانستان طالبانو وکړای شول د نړۍ ځبرځواک هېوادونه (آمریکا او د ناټو غړي هېوادونه له دې هېواده وتلو ته اړ کړل او په افغانستان کې یې د هغوی په ملاتړ دولت سقوط کړ، هغوی (د پاکستان په مدرسو کې روزل شوی ځوان نسل) ولې نه شي کولای د خپل نظر وړ اسلامي او ایدیولوژیک حکومت په اسلام آباد کې جوړ او پلي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د مدرسې جوړونې بهیر په ډېر چټک ډول روان دی. یوازې په تېرو لسو کلونو کې، په دې هېواد کې د دیني مدرسو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی او له 12 زرو نه ۳۰ ته رسیدلي دي. له ټولو نه مهمه دا چې ددغو مدرسو ( له څه باندې دوو میلیونو زده کړیالانو) ۷۰ سلنه یې په دیوبندیه مدرسو کې زده کړې کوي؛ دا مدرسې د طالبانو د فکري بنسټونو په توګه یادیږي. نږدې ۵۰ سلنه مدرسې له دولت سره ثبت ندي او د ډېری مدرسو مالي لګښت د ولسونو له لوري ورکول کیږي. همدا اوس د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ خلک د دیني مدرسو لپاره «چنده» ټولوي ترڅو ددغو مدرسو مالي لګښتونه د ولسي مرستو پرمټ تامین کړي. له همدې امله، د دولت کنترول پر هغو بنسټونو چې بودیجه نه ورکوي، ډېر پیکه او کمزوری دی.
راتلونکو څو کلونو کې به پاکستان له څو میلیونو هغو ( ښځینه او نارینه و) سره مخ وي چې د دغه هېواد دولت به غیر اسلامي بولي او د هغه پر وړاندې به جهاد واجب ګڼي. څومره چې دا وضعیت ډېر دوام وکړي او د پولې دېخوا ددغو ځوان نسل ځواکونو د تحریک د سرچینې په توګه د طالبانو د رژیم عمر هم وغځیږي، په پاکستان کې به د « اسلامي حکومت» غوښتونکو د ځوانانو په شمېر کې زیاتوالی راشي او د جهاد په اړه به یې انګېزه هم پیاوړې شي. د پاکستان اقتصادي وضعیت له هغې ډلې انفلاسیون او د بې وزلي د کچې پراخوالي، لږ عاید، بې کاري او نورو ستونزو ته په پام د څو میلیونو ځوان نسل چې اسلامي مفکوره ولري، کنترول به یې له کړاو او ستونزې ډک وي. داسې ښکاري چې دا نسل او هغه انګېزه چې په دې ورځو کې د کابل له لوري اخلي، د پاکستان د دولت او خلکو لپاره به دروند لګښت وي چې د پاکستاني جنرالانو د سیاستونو له امله یې باید ورکړي.
ایران، د افغانستان بل ګاونډی دی چې طالبانو ته د پوځي زده کړو او وسلو په ورکولو تورن دی. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پخوانیو چارواکو په ځلونو ادعا وکړه چې د طالبانو په وړاندې په جګړه کې، د دغې ډلې له جګړه مارانو څخه په تېره د هېواد په لویدیځ کې یې ایراني وسلې ترلاسه کړي دي. هرات کې د افغانستان د دولت د ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو په ترڅ کې، یو شمېر انځورونه خپاره شول چې د طالب جګړه مارو په لاس کې د ایراني وسلو موجودیت یې څرګنداوه. شنونکو هغه مهال وویل چې یادې وسلې په تور بازار کې نه موندل کیږي. د هغوی له نظره، دغه وسلې د ایران دولت د طالبانو په واک کې ورکړي دي. همدغه پاکستان او ایران په اسلام اباد او تهران کې د افغانستان سفارتونه هم د طالبانو سیاسي استازو ته سپارلي دي. دا مهال چې ایران له یوشمېر کړاونو سره مخ دی، سرچینې یې په افغانستان کې دي. د پولو پر سر له نښتو نیولې د نیشه یي توکیو د مسلې او د یاد هېواد اصلي وېره له خپلو پولو سره نږدې د داعش پیاوړتیا ده. ټول هغه کړاونه او ستونزې چې نن ایران ورسره مخ دی، له طالبانو د دغه هېواد له ملاتړه سرچینه اخلي. تهران له طالبانو نه په ملاتړ، څنګه یې چې تمه لرله ګټه ونه کړه. په بدل کې یې، کېدای شي دروند لګښت او تاوان ورکړي.
اوس چې نړۍ- له روسیې نیولې تر امریکا پورې، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه واحد نظر لري او د هغو د ناوړه پایلو په اړه یو بل ته ګواښ کوي، کولای شوو دې پایلې ته ورسیږو چې ایران او نورو هغو هېوادونو چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې جوړې کړې وې، ټولو د ګتې پرځای، زیان کړی دی. د هغوی بد کښت، بد حاصل ورکړی او کېدای شي نور محصولاتو ته یې هم زیان ورسیږي.
روسیې هم په ځلونو په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د زیاتوالي له پلوه اندېښنه څرګنده کړې او یو ځل یې په کابل کې سیاسي استازولي هم د دغې ډلې تر برید لاندې راغله. چین هم د هغه هېواد په توګه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په بیجینګ کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو د واک په لومړیو ورځو کې د دغې ډلې استازي ته وسپاره، د داعش له بریدونو خوندي نه دی. بل لور ته ازبکستان چې په ځلونو یې د طالبانو چارواکو ته ځانګړی درناوی درلود او تل یې د طالبانو تر کنترول لاندې کابل ته خپل لوړپوړي پلاوي رااستولي، لږترلږه دوه ځلې د افغانستان له خاورې راکټي برېدونه پرې شوي دي.
له ټولو نه روښانه او څرګنده پایله چې له طالبانو سره د ګاونډیو د اړیکو د ټینګښت په اړه اخیستلی شو، دادی چې له طالبانو سره تعامل د ګټې پرځای، زیان ډېر لري. که له یوې خوا یادو ګاونډیو لږه ګټه کړې، بل لور ته یې نه جبرانېدونکي لګښتونه هم ورکړي دي او کېدای شي له دې وروسته یې هم ورکړي. څرنګه چې له افغانستانه د وتو پرمهال د بایډن دولت له طالبانو سره ډېر نرمښت وکړ او دا کړنه د امریکا لپاره په یوه سردرد او له کړاو نه ډکه چاره بدله شوه، د پاکستان، چین، ایران، روسیې او ازبکستان لپاره هم له طالبانو سره ملګرتیا او مدارا له کړاو نه ډک و. حتی هند چې د جمهوریت له سقوط وروسته له طالبانو سره په ډېر احتیاط مخته ځي، د سیمې لپاره د طالبانو د حاکمیت د دوام او د هغو د پایلو په اړه ګواښ ورکوي او اندېښمن دی. دوه ورځې وړاندې د هند د دفاع وزیر د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې د سیمې د ځوانانو د رادیکالیز کېدلو په اړه ګواښ ورکړ.
له همدې امله، هر هېواد او سازمان چې غواړي له طالبانو سره تعامل وکړي، او له هغوی سره اړیکې ټینګې کړي، اړ دی څو ټول اړخونه په نظر کې ونیسي. هغه خلک او سیاستوال چې د افغانستان دننه کې غواړي له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي، ښه به وي چې ټول اړخونه یې وسنجوي. دوی کولای شي د هغو کسانو له تجربو ګټه واخلي چې د افغانستان د دولت ستراتیژیک موقف په نه پام کې نیولو، د روسیې په اشارې مسکو ته تلل او په طالب ملایانو پسې به یې په جماعت لمونځ ادا کاوه خو اوس یې په تبعید کې د « ژغورنې شورا» تاسیس کړې ده او اعلامیې صادروي.